ارزګان، هلمند، او کندهار کې ۵۲ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د ارزکان ولایت دهراود ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په ځوابیه برید کې ورته لوړه مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت ویلي لومړی د دهراود ولسوالۍ پر امنیتي پوستو وسلوالو طالبانو بریدونه کړي چې په ځوابیه برید کې ۲۳ وسلوال وژل سوي او ۱۴ کسه نور ټپیان دي خبرپاڼه وايي”  و سلوالو طالبانو د ارزگان  د دهراود ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي چې  امنیتي او دفاعي ځواکونو په دفاعي حالت کې د هوایی ځواکونو  په مرسته د وسله‌والو طالبانو دغه بریدونه له ماتې سره مخ کړل د دغې نښتې په پایله کې ۱۳ تنه ترهګر ووژل شول، ۱۴ تنه ټپیان شوی دی  او  ۱۱ میله وسلې د یو ضرب هاون د مهمات او ۶ باب پتنځایونه هم له منځه یوړل شول“

افغان ځواکونه پر داسې مهال ارزګان کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي چې دوه ورځې وړادې يې لسګونه وسلوال زابل کې هم وژلي وو

په ورته مهال له کندهاره راپورونه وايي چې د دې ولایت میوند ولسوالۍ کې هم  پر وسلوالو هوايي بریدونه سوي  د دې ولسوالۍ په  شلغمې  سیمه کي د هوايي ځواکونو په بريد پنځه تنه ترهګر وژل سوي او  پنځه کسه یې مرګوني ټپیان سوي همدارنګه يې پنځه میله بېلابېله وسله یې تخریب سوې ده.

د هوايي ګذارونو په لړۍ کې هلمند کې هم وسلوال  په نښه سوي هوايي ځواکونو د لښکرګاه بشران سیمه کې د غه وسلوال په نښه کړي او له منځه وړي  دي چې پرمهال يې وسلې مهمات او  پټن ځایونه تخریب سوي دفاع وزارت وايي دې وسلوالو پر امنیتي پوستو د برید پلان درلود

د افغانستان دفاع وزارت پر داسې مهال دا خبر ورکوي چې وسلوالو طالبانو د افغان ځواکونو سره چې دفاعي حالت کې د جګړې او بریدونو ډګر تود ساتلی

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More