The news is by your side.

د کورونا شپږ نوې پېښې ثبت شوې

خبریال وېب پاڼه/ عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د هرات په ګډون په غور او فراه ولایتونو کې د کورونا ۶ نورې پېښې هم ثبت وشې دي، چې دې سره یې ټول شمېر ۴۰ ته ورسېد.

وروسته له هغه چې په ټول هېواد کې وړمه ورځ لس نورې پېښې ثبت شوې، نن دوشنبه د عامې روغتیا وزارت ویاد وحیدالله مایار رسنیو ته وویل چې ۶ نورې تازه پېښې هم ثبت شوې دي چې له ډلې یې دری په هرات، دوې په فراه او یوه په غور ولایت کې ثبت شوې ده.

کویډا ۱۹ اوس ټوله نړۍ له ستر ګواښ سره مخ کړې ده چې تر دې مهاله یې په ټوله نړۍ کې تر ۱۴ زره ډېر کسان وژلي او تر ۳ لکه او ۱۵ زره زیات کسان ورباندې اخته دي. د معلوماتو له مخې تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې تر ۹۷ زره زیات کسان له دغې ناروغۍ نه جوړ شوي دي او تر دوه لکه زیات کسان لا تر درملنې لاندې دي. په دې کتار کې چین، ایټالیا، ایران، اسپانیه او یو شمېر نور هېوادونه د ډېرو قربانیو شاهدان دي.

په افغانستان کې داسې مهال د کورونا مثبتې پېښې یو ځل بیا شدت پیدا کوي چې وړمه ورځ په بلخ کې په کورونا ویروس اخته کس مړ شو.

کویډا ۱۹ په لومړیو کې ډېری وګړو ته عادي اېسېده خو د کم وخت په تېرېدو سره یې ټوله نړۍ ولړزوله او د یوې وبا ناروغۍ په توګه یې د د ګڼ شمېر انسانانو ژوند وګواښلو. له هغه مهاله چې کورونا را پیدا شو تر دې مهاله یې د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونه په دې ډول تر برید لاندې را وستل:

افغانستان: لومړۍ اونۍ ۱، دویمه اونۍ ۱۶، دریمه اونۍ ۴۰ کسان پرې اخته شول

ایټالیا: لومړۍ اونۍ ۳، دویمه اونۍ ۱۵۲، دریمه اونۍ ۱۰۳۶ او څلورمه اونۍ دا شمېر تر شلو زرو هم واوښت.

پاکستان: لومړۍ اونۍ ۱، دویمه اونۍ ۱۰، دریمه اونۍ ۱۵ او څلورمه اونۍ تر کابو ۸۰۰ کسانو پورې مثبتې پېښې ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ښاغلي مایار وویل چې په بلخ کې د کورونا ویروس له امله مړه شوي کس د زړه او سږو ناروغي هم درلوده. نوموړی ۴۱ کلن ؤ او په ډېر کم وخت کې یې د کورونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلی فېروزالدین فېروز وایي چې ښایي په افغانستان کې ډېر وګړي په دغه وژونکې ناروغۍ اخته شوي وي خو دا چې یا روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او یا د نا امنیو له امله هلته حکومت د روغتیایي تشخیص او قرنطین پوښښ نه لري نو ډېری موارد لا نا ثبت شوي پاتې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance