The news is by your side.

سلیقوي ستونزو د کورونا ضد چارې ټکنۍ کړې

خبریال وېب پاڼه/وروسته له هغه چې په هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې په زیاتېدو دي، د عامې روغتیا وزارت اندېښنه لري چې د ځینو سیاسي او سلیقوي ستونزو له امله د کورونا پر وړاندې روانې چارې ټکنۍ شوې دي.
د دغه وزارت ویاند ښاغلي وحیدالله مایار رسنیو ته په خپله تازه وینا کې وویل چې په یو شمېر سیمه ییزو او ولایتي روغتونونو کې د کورونا ضد روغتیا پالانو پر وړاندې ځینې سیاسي کړۍ سلیقوي برخورد کوي او په خبره یې که د دغه ستونزې مخه ډب نه شي، په هېواد کې به یوه خورا ستره فاجعه را منځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې په یو شمېر ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت او د دولت لخوا د همغږۍ او عامه پوهاوي په برخه کې د جوړې شوې کمېټې د سپارښتنو برعکس ځینې سیاسي کړیو د کورونا پر وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې ده. تازه له بغلان څخه ځینې انځورونه پر ټولنیزو رسنیو لاس پر لاس کېږي چې د وزلوبې ډګر ته زرګونه کسان را ټول شوي دي او د کورونا پر وړاندې خطر نور هم زیاتوي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې ځینې سیاسي ډلې ټپلې له کورونا څخه سیاسي استفاده کوي او زیاتوي چې په هرات کې یې په کراتو د قرنطین غوښتنه کړې ده، خو په ځلونو یې له رد سره مخ شوي دي. دوی په دې برخه کې په دولت کې د ننه سیاسي کړۍ پړې ګڼي ځکه هر ځل یې ردوي. معلومات ښیي چې هر ځل مسلکي او تخنیکي کسان طرحې راوړي خو په حکومت کې د ننه کسان پکې لاسوهنه کوي او دغه چاره یې یو پېچلي حالت ته برابره کړې ده.
دا لا څرګنده نه ده چې څوک غواړي د کویډا ۱۹ پر وړاندې روانه هېوادنۍ مبارزه ټکنۍ کړي دي خو حکومت وار له مخې هرات ته چې په افغانستان کې د کورونا د لومړنیو مثبتو پېښو شاهد ؤ ۴۰۰ ملیونه افغانۍ ځانګړې کړې تر څو په دغه ولایت کې د کورونا ویورس له ناروغانو سره په درملنه کې مرسته وکړي.
یو شمېر له دولتي سکټور څخه باندیني روغتیا پالان بیا نیوکه کوي چې د عامې روغتیا وزارت په خپله په دغه برخه کې پاتې راغلی او د ناروغانو په سمه پالنه کې کوټلي ګامونه نه اخلي.
کورونا په ټوله نړۍ کې تر ۳ لکو زیات کسان نیولي دي چې له ډلې یې تر ۱۴ زرو زیاتو کسانو د دغه ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په افغانستان کې دا ویروس له ایران نه راغی چې هره ورځ زرګوه افغانان ورڅخه را ستنېږي. تر دې مهاله ه ټول هېواد کې کابو ۴۰ کسان په کورونا ناروغۍ اخته دي چې تېره ورځ په بلخ کې د کورونا یو ناروغ خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.