The news is by your side.

ننګرهار او لوګر کې د ډاکترانو لخوا عامه پوهاوی

خبریال وېب پاڼه/د ننګرهار او لوګر چارواکي په دغو ولایتونو کې د کورونا ویروس پر وړاندې د یو شمېر ډاکترانو لخوا د عامه پوهاوي خبر ورکوي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د یو شمېر ځوانو ډاکترانو لخوا په دغه ولایت کې د کویډا ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د عامه پوهاوي او وقایې په موخه کمپاین پیل شوی دی. دوی زیاتوي چې دې ډاکترانو په عامه واټونو او کوڅو کې له خلکو سره د لیدنې پر مهال له عامه پوهاوي سربېره پر دوی ماسکونه او د وقایې په پار جوړې کړې پاڼې هم ووېشلې تر څو وکولی شي له کورونا سره احتیاطي دریځ قوي کړي.

ویل کېږي دوی به دغه کمپاین له جلال آباد ښار څخه نورو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته هم وغځوي. دا په داسې حال کې ده چې د کورونا ویروس د نړۍ په کچه د روغتیا پالانو اندېښنې را پارولې دي. تر دې مهاله د کورونا لپاره ډېری هېوادونو په درمل او واکسین جوړونه کې عاجزي ښودلې خو د وقایې لپاره یې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا وخت پر وخت نوې سپارښتنې خپرېږي.

په ورته وخت کې د لوګر چارواکي هم په دغه ولایت کې د کورونا پر وړاندې د عامه پوهاوي له کمپاین کولو خبر ورکوي. دوی وایي په پل علم ښار کې د اطلاعات او فرهنګ ریاست یو شمېر ځوانانو او روغتیا پالانو په ګډه د یو موټریز او پلي کاروان په ترڅ کې خلکو ته د کورونا پر وړاندې عامه پوهاوی ورکړ. دوی زیاتوي چې خلکو ته یې په دې برخه کې له عامه پوهاوي سر بېره ځینې وقایوي او د چمتووالي په پار چاپ شوي او غږیز پیغامونه هم ورسول.

وروسته له هغه چې په لوګر کې د کورونا دوې مثبتې پېښې صبت شوې د عامو خلکو اندېښنې هم ورسره زیاتې شوې. ویل کېږي لوګر کې پر کورونا ویروس اخته کسان له ایران څخه راغلي وو او دواړو هلته مزدوري کوله. هېره دې نه وي چې په ټول هېواد کې د کویډا ۱۹ خپره شوې ناروغي له ایران څخه افغانستان ته راغلې ده.

د عامې روغتیا مسؤولان وایي چې که د دغه ویروس پر وړاندې مبارزه کې کومتي چارواکي او ځینې سیاسي کړۍ د نظر یووالي ته پاملرنه ونکړي، هېواد به له یوې سترې فاجعې سره مخ شي. دا اندېښنې وروسته له هغه را پیدا کېږي چې په هرات کې د عامې روغتیا وزارت لخوا د قرنطن وړاندې په ځلونو په حکومت مې د ننه یو شمېر کړیو لخوا رد کېږي.

په کابل کې افغان جاپان د ټول هېواد په کچه د کورونا د تشخیص یوازینی مرکز دی، چې په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت په بلخ او هرات کې هم د ورته روغتیايي مرکزونو د فعالولو خبر ورکړی ؤ او زیاته کړې یې وه چې په کابل کې به د یاد شوي مرکز امکانات او تجهیزات دوه برابره کوي تر څو هېوادوالو ته ښې آسانتیاوې وړاندې کړی شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance