پمپیو د افغانستان سیاسي کشالې ته را ودانګل

خبریال وېب پاڼه/د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مایک پمپیو په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته را ورسېد.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې مایک پمپیو د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په هکله د شوي تړون پر سر په افغانستان کې د سیاسي اختلافاتود هواري لپاره کابل ته راغلی دی. په راپور کې راغلي چې ټاکل شوې ده پمپیو به له ولسمشر محمد اشرف غني سربېره له پخواني اجرایه رییس او د اوسنۍ ولسمشرۍ له ادعا کوونکي ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم وګوري.

کابل ته د پمپیو راتګ وروسته له هغه کېږي چې تېره ورځ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ لومړنۍ خبرې هم شوې دي. د نړیوالو مطبوعاتو د معلوماتو له مخې ښاغلي پمپیو به له افغان دولت او د طالبانو تر منځ په ځینو مسایلو کې خپل اغېز وښیي.

د وسوالو طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه لیک یوه مهمه برخه د ۵ زره طالب بندیانو خوشي کول وو چې افغان حکومت به یې خوشي کوي خو د هغه لپاره ولسمشر غني هم د آساسي قانون په رڼا کې خپل شرایط وړاندې کړل چې تر دې دمه یې هم د طالب وسلوالو بندیان خوشي کړي نه دي.

تېره میاشت ولسمشر غني د خپلې لوړې مراسم ترسره کړل او تر څنګ یې پخواني اجرایه رییس هم چې ځان یې د ټاکنو ګټونکی باله، په سپېدار ماڼۍ کې د خپلې لوړې مراسم ترسره کړل او د ټاکنو پروسته یې ناپاکه وبلله. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال که څه هم لږ په ځنډ خو په افغانستان کې یې د هر ډول موازي حکومت له جوړېدو سره خپل مخالفت څرګند کړی ؤ. ویل کېږي چې اوس هم ښایي پمپیو د په افغانستان کې د ټول شموله حکومت لپاره افغان مشران په یو غولي را ټول کړي.

که څه هم تر دې دمه حکومت او د امریکا د بهرنیو چارو وزات کومه رسمي خبرپاڼه خپره کړې نه ده خو ویل کېږي چې مایک پمپیو به خپل ټول تمرکز له طالبانو سره د امریکا او افغان حکومت پر سولې، د دواړو لوریو په خبرو او په هېواد کې د سیاسي خلا په ډکولو باندې وکړي.

په ۲۰۱۴ ز کال کې هم پخوانی اجرایه رییس ډاکتر عبدالله د ولسمشرۍ د ګټلو مدعي ؤ چې بیا د امریکا د هماغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړیتوب د حکومت د نیم پر نیمه وېش باندې راضي شو.

د یادونې وړ ده چې مخکې هم د امریکا د برهنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویل شوي وو چې امریکا د غني او عبدالله تر منځ د جوړجاړي په درشل کې ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More