نن پر نړۍ د رڼا ورځ میلاد نبي
سلګونه کلونه وړاندې کله چې لا پر سعودي عربستان تته تیاره وه او لاهم د جهالت دوره لوی خدای ج پر دې هېواد او ټوله نړۍ رحم وکړ او نړۍ ته يې د عدم تشدد، رڼاګانوسر لاری، لارښوونکی او د انسانیت ژغورونکی حضرت رسول اکرم ص وسلام راوست او نړۍ ته یې یوه عظیمه ډالۍ ورکړه
کله چې هر حضرت رسول اکرم ص په ۴۰ کلنې کې په پیغمبرې مبعوص کیږي یوازي وي ان تر دې چې خپل عبادت کې يې د ابو جهل غوندي جاهلانو څخه پټ کاوه خو هغه د انسانیت او عدم تشدد د یوه سرلارې په توګه د اسلام په خپرولو کې ډیرې سختې مبارې ته اوږه ورکړه او یوڅو لارویان يې پیدا کړل، محمد ص په یوازي سر د توري او جګړې په زور نه بلکي د خپلې ژبې مهربانۍ او خواخوږۍ له مخې اسلام په هغه سعودي کې چې پرې د جهالت لمر راختلی وو د بریا تر سرحده ورسوی هغه سعودي چې هر چا به د ښکلې الهي ډالۍ لور په ورکړې شرم کاوه او هغه به یې ژوندۍ په خاور کې ښخوله
محمد ص د ټولې نړۍ پر د عرفان او مهربانۍ لمر وو، د ده راتګ نړۍ ته یوازي مسلمانان نه بلکي د نورو دینونو پیروان هم ښه وبولي ځکه د هغه لاره اوس هم دوام لري او دا یوه ژغورونکي لاره ده
د محمد ص د سیرت اخلاقو ښو عادتونو او د ژوند په هکله ان کتابونه هم عاجزه ده چې دومره ښو کلیماتو ته ځای ورکړي قلم هم نسي کولای او د اوسنۍ نړۍ پرمختللې ټکنالوژي کمپیوټر هم په لنديز سره لاهم دده سیرت نسي لیکلی.
په همدې ورځ د اسلامي تاریخ له مخي د اسلام ستر پېغمبر سرور کاینات حضرت ” محمد ” ( ص ) دې نړۍ ته سترګي خلاصي کړې او د 63 کلنۍ په عمر یې له دې دنیا رحلت کړی.
نبي اکرم ص د جهالت، وحشت او بد کاریو لمن له انسانانو ایسته کړه او د یوه رښتني لارښود په توګه یې بشریت ته د توحید څراغ بل کړ
د نبوي نسب لړۍ
رسول الله صلى الله عليه وسلم ټبر د عرب په بنو اسماعيل كې دقريشو دقبيلې دهاشم له كورنۍ څخه دى چې دنسب لړۍ يې داده : محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصى بن كلاب بن كعب بن لؤى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان . له تاريخي رواياتو څخه څرگنديږي چې له عدنان څخه تر حضرت اسماعيل عليه السلام پورې دڅلويښتو پلرونو واټن دى خو په همدې منځ كې ټول نومونه ثبت شوي نه دي ځكه عربو به په لرې ليكونو كې يواځې وتلي نومونه يادول هغه نومونه چې له عدنان څخه تر اسماعيل عليه السلام پورې ثبت شوي دا دي : عدنان بن عدو بن المقوم بن تارح بن يثحب بن يعرب بن ثابت بن اسماعيل بن ابراهيم عليهما السلام .
درسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه
ديوه وتلي مصري هيئت پوهاند محمود پاشا فلكي د رياضي له څيړنې سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم دربيع الاول په نهمه نيټه ددوشنبې په ورځ چې د571 م كال داپريل دمياشتې له شلمې نيټې سره سمون خوري زيږيدلى . پلار يې تر پيدايښت له مخې وفات شوى وو , او عبدالمطلب ورباندې محمد نوم كيښود. رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دوه درې ورځې بي بي آمنې ,بيا دابو لهب وينځې (ثوبيي) او وروسته حليمې سعديي تى وركړ , دعربو دا دود ووچي خپل ماشومان به يې له ښاره دباندې ښځو ته دشيدو وركولو لپاره ورسپارل ,او په دې كې دا گټه وه چې يوخو به ماشومانو دعربي ژبې سوچه لهجه زده كوله او بل داچې دعربو ځانگړتياوې به پكې راتلې په همدې موخه به دكليو ښځې په كال كې دوه ځله ښار ته راتلې اوماشومان به يې وړل . درسول الله صلى الله عليه وسلم له پيدايښت څخه څو ورځې وروسته دهوازن كورنۍ ښځې ښار ته راغلې چې په دوی كې يوه هم حليمه وه , حليمې بل ماشوم پيدا نكړای شو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم مور بي بي غوښتل تر څو خپل زوی ورته وسپاري حليمې سره له دې چې دهغوی دبې وزلۍ او دماشوم ديتيمتوب له كبله دڅه شي تمه نه درلوده ,خو تر تش لاس تللو ورته ښه وبريښيدله او ماشوم يې له ځان سره واخيست . رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته دبني سعد (هوازن) په كورنۍ كې دوه كاله پاتې شو,خو كله چې حليمې سعديي هغه ښار ته راوست نو د(وبا) ناروغي گډه وه نو بي بي آمنې ورته وويل چې محمد صلى الله عليه وسلم بيا له ځانه سره بوځه ,حليمې سعديې ومنله او په يوه روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته تر شپږو كلونو پورې پاتي شو.
د محمد ص مبارکه څېره
درسول الله صلى الله عليه وسلم قد منځنى , غړي برابر , رنگ سور او سپين , تندى پلن , وروځي سره نښتي , پزه يې دنگه او لوړوالي ته مايله وه ,مخ يې ډير غوښن نه وو ,خوله يې څه ناڅه غټه ,او غاښونه يې سره بيل بيل وو,غاړه يې دنگه اوسريي غټوالي ته مايل وو ,سينه يې پراخه ,دسر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو,مباركه ږيره يې گڼه وه ,سترگې يې تورې , باڼه يې لوی او اوږده وو , وُلي يې غوښن ,او دوږو هډونه يې لوی وو, په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه , په اوږو اوليڅو يې ويښتان وو , دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو ,څنگلي يې اوږدې او پوندې يې نازكې وې , دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبه تيريدلای شوې . درسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهگۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير گړندى گرځيده ,خبرې به يې په دمه دمه كولې , كه به يې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله ,غږ يې لوړ وو , دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير لږخندل ,او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو
ميرمنې
- خديجه بنت خويلد
- سوده بنت زمعه
- عايشه بنت ابي بکر
- حفصه بنت عمر بن خطاب
- زينب بنت خزيمه
- ام سلمه هند بنت ابي اميه
- زينب بنت جحش
- جويريه بنت الحارث
- رمله بنت ابي سفيان
- ميمونه بنت الحارث
- صفيه بنت حيي بن اخطب
- ماريه قبطيه
- ريحانه بنت زيد قرظي
درسول الله صلى الله عليه وسلم داولادونو په شميره كي اختلاف دى خو په كوم روايت چې اتفاق راغلى په هغه كي درسول الله صلى الله عليه وسلم اولاد شپږ ښودل شوى ,دوه زامن او څلور لوڼي ,خو ابن اسحاق دطاهر او طيب په نامه هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه نور زامن ياد كړي دي . يو روايت لا داهم دى چې دسول الله صلى الله عليه وسلم څلور لوڼي او اته زامن وو . دااتفاقي خبره ده چې له ابراهيم نه پرته درسول الله صلى الله عليه وسلم نور ټول اولادونه له ام المؤمنين حضرت خديجې رضى الله عنها څخه زيږيدلي وو .
-
- قاسم حضرت زينب رضي الله عنها
- حضرت رقيه رضى الله عنها
- حضرت ام كلثوم رضى الله عنها
- دجنتي ښځو سرداره حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها
- ابراهيم
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.