The news is by your side.

ملابرادر او خلیلزادکتلي

خبریال ویبپاڼه/ قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د دې دقتر سیاسي مرستیال د افغان سولې لپاره د د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي

ملابرادر او خلیلزاد په یو لړ مهمو مثلو لکه د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې په اړه خبرې همدارنګه د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ویلي د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک سوې هوکړې پوره عملي کیدو اهمیت او زندانیانو په اړه يې  هم خبرې کړي دي

دا لیدنه تیره شپه ترسره سوې او يو لړ مواردو یې بحثونه کړي دواړو لورو د کړې هوکړي د پوره عملی کیدلو پر اهمیت او پاتې زندانیانو د خوشي کولو په هکله یو له بل سره خپل نظریات تبادله کړي

تراوسه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د بین لافغاني خبرو د پیل هیڅ درک نه لګیږي او دوه ورځې وړاندې د افغان دولت د مرکچي پلاوي څو تنه غړي بیرته افغانستان ته راغلل او پلمه يې وکړه چې دوی خپلې کورنۍ ستونزې لري

طالبان وايي چې جګړې او مذاکراتو ته به پر یوه ځای دوام ورکوي او تر څو چې هدف ته رسیږي د دوی هڅې او مبارزه به دوام ولري

دا لیدنه په داسې وخت کې ترسه کیږي چې تیره ورځ زلمي خلیلزاد د روان تاوتریخوالي د کمیدلو غوښتنه کړې وه زلمي خلیلزاد ویلي وو، زلمی خلیلزاد وروستیو جګړو او بریدونو  ته په اشاره ویلي چې  له کړو ژمنو سره سره جګړه نه ده کمه سوې ځکه نو مایوسه یم

هغه وویل چې د مذاکراتو کړکۍ هر وخت نه وي خلاصې ځکه نو باید افغانستان کې د سولې لپاره باید کار وسي ښاغلي خلیلزاد ویلي چې افغانستان کې د تاوتریخوالی اوسنۍ زیاته کچه د منلو وړ نه ده

هغه پرخپل ټویټر پاڼه لیکلي د سیاسي جوړجاړي لپاره به کړکۍ د تل لپاره پرانیستې نه وي باید له له موقع څخه استفاده وسي خلیلزاد ویلي:

سرټمبګي او د دښمنۍ پرېښودل، له هېوادوالو سره د تعامل، او د سیاسي همکارۍ /سیالۍ پر یوې قاعدې د توافق ردول د روانې جګړې سټې جوړوي.

زلمی خلیلزاد وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو درنې جګړې ترسره سوې او تراوسه لاهم په یو شمېر ولایتونو کې جګړې روانې دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.