The news is by your side.

هرات: د زندان اخ ډب کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال ویبپاڼه/ له هرات ولایته راپورونه وايي چې د دې ولایت زندان کې زندانیانو له امنیتي ځواکونو سره جنجال او جګړه کړې چې دا اخ ډب په تاوتریخوالي اوښتي او تراوسه پکښي شل کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هرات د روغتیا ریاست مسؤلین وایي چې دوی ته تراوسه ۸ وژل سوي او۱۲ نور ژوبل کسان ور وړل سوي دي

د هرات روغتیا ریاست ویاند وايي چې د زندانیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د اخ و ډب په پایله کې اته تنه زندانیان وژل سوي او د څلور سرتیرو په ګډون دولس تنه نور ژوبل سوي دي، راپورونه وايي چې د امنیتي ځواکونو او زندانیانو ترمنځ دا اخ ډب تیره شپه اته بجې رامنځ ته سوی چې یاده مرګ ژوبله یې پر ځای پرېښې

یو شمېر سرچینې په خپلو وړاندې سویو مالوماتو کې وايي چې د زندانیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ وروسته له هغه دا جنجال راپورته سو چې امنیتي مسؤلینوپریکړه وکړ ترڅو  له زندانیانو څخه تلیفونونه او ټلویزیونونه ټول کړي

د افغانستان په زندانونو کې د جنايي اوحقوقي بندیانو ترڅنګ لاهم زیات شمېر سیاسي بندیان هم شتون لري تر ډیره بریده د افغاستان زندانونه په ښه وضعیت کې دي خو کله کله ورڅخه داسې د اخ ډب راپورونه ورکول کیږي

افغان دولت په وروستي اقدام کې د خپلو بیلابیلو ولایتي زندانونونه ۵۰۰۰ سیاسي طالب بندیان خوشي کړل چې له مخې به يې دا ډله بین لافغاني مذاکراتو ته کښيني

د امریکا او طالبانو د هوکړې پر بنسټ افغان دولت ۵۰۰۰ طالب زندانیان خوشي کړل چې  اوس مهال دولت او طالبان خبرو کولو ته راضي سوي خو تراوسه بریالي سوي نه دي چې څه وخت به دا خبرې پیل سي

افغان دولت د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو په خوشي کولو کې ناغیړي کوله او ویل يې چې یاد کسان خورا خطرناکه دي خو د ډیرو فشارونو وروسته يې هغه کسان هم خوشي کړل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance