The news is by your side.

کندوز: د بادامو حاصلات زیات سوي

خبریال ویبپاڼه/ سږ کال د افغانستان له ډیرو ولایتونو هلته د سویو حاصلاتو له عایدو خوښي ښودل کیږي د کندوز د کرنې برخې مسؤلین وايي د دې ولایت د بادامو حاصلاتو ښه نتیجه ورکړې

دوی وايي د بسته کیدو مرکزونه او د اوبو ښه ورکړې مناسبي هوا په مټ سږ کال د بادامو حاصلاتو کې  ډیروالی ترڅو سترګو کیږي او بڼوال يې زیات خوشحاله دي

بڼ په دې خوشحاله دي چې  حاصلات يې زیاست سوي  خو دې ته بیرته اندېښمن دي چې د خپلو حاصلاتو لپاره به وړ مارکیټ څنګه پیدا کوي او د تولیداتو قمیت يې ډیر ټیټ دی

د دې ولایت د کرنې رییس عبد الحمید نافذ وویل چې  تیر کلونه کروندګر د وچې مېوې له بازاره او حاصلاتو ناخوښه وو خو سږ کال کوم شکایت نه کوي

د ده په وینا ۵،۳ سلنه زیاتوالی د د بادامو حاصلاتو کې راغلی او کندوز ولایت کې نژدې ۶ زره هکتاره ځمکه بادامو نیولې ده

بل لورته دکندوز باغداران بیا په داسې حال کې چې له خپلو حاصلاتو خوښ بریښي، خو په بازارونو کې دبادامو له ټیټې بیې څخه اندېښمن دي، دوۍ وايي چارواکي دې هڅه وکړي ترڅو ددوۍ پرتې ستونزې حل کړي.

په افغانستان کې د زابل او کندوز بادام په نړیواله کچه شهرت لري او د دې ولایتونو دا تولیدات اوس د لندن ترڅنګ په هند او یو شمېر اسیايي هېوادونو کې پیدا کیږی

افغان دولت وايي د هوايي دهلیزونو او بندرونو له لار غواړي افغان صاداراتو او وارداتو لپاره کار کوي خو تراوسه پوري د افغان کروندګرو وچې او لندې  میوې د حاصلاتو په وخت کې د اوبو په بیه پلورل کیږي اما دورمره څو نسته چې ورته د مارکیټ او بازار موندنې په برخه کې کار وکړي

افغان کروندګر تل دې ته اندېښمن وي چې څنګه خپل تولیدات په ښه بیه خرڅ کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.