کابل ښار کې د فرانسې پر خلاف پراخ لاریون
خبریال وېب پاڼه/ زرګونه کابل ښاریانو نن په کابل کې د اسلام ستر پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د فرانسې د ولسمشر امانوٸل مکرون د سپکاوي په غبرګون لاریون وکړ.
لاریون والو له حکومت وغوښتل چې له فرانسې سره دې هر ډول ډیپلوماټیکي اړیکې پرې کړي.
دوی له ځان سره پوسټرونه هم راوړي وو او له ستر پیغمبر ص سره یې خپله مینه ښکاره کړه او د فرانسې هېواد او ولسمشر پر ضد یې شعارونه ورکول.
د اسلام ستر پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د فرانسې د ولسمشر مکرون د سپکاوي وروسته د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د فرانسې پر خلاف لاریونونه وشول او د فرانسوي توکو له اخیستلو سره یې بایکاټ وکړ.
د افغانستان ولسي جرګه او یو شمېر سیلسي مشران د فرانسې پر وړاندې د حکومت پر ګونګ دریځ نیوکه کوي او ترې غواړي چې له فرانسې سره هر ډول اړیکې پرې شي خو حکومت تر اوسه د فرانسې پر وړاندې خپل دریځ نه دی اظهار کړی.
اسلامي مقدساتو ته د مکرون له سپکاوي وروسته په نړۍ کې اسلامي هېوادونو له فرانسې سره اړیکې پرې کړي او د مشرانو مکرون رواني ناروغ بللی او ترې غوښتي یې دي چې د روان درملنه دې وکړي.
له هغې وروسته دا راز د خواله رسنۍ د کاروونکو له لوري د مکرون د پر ضد نشرات روان دي او د اسلام ستر پیغمبر سره میلیونونو مسلمانانو خپله مینه اظهار کړه.
تېره اوونۍ په فرانسه کې د سامویل پټي په نوم یو ښوونکي په ټولګي کې رسول الله ص ته منصوب کاریکاټورونه زده کوونکو ته نندارې ته وړاندې کړل چې له نوموړی ښوونکی د یو چیچني وګړي له لوري سر پرې شو او د فرانسې ولسمشر یې په غبرګون کې د سامویل پټي ملاتړ وکړ او دا یې اسلام پاله ترهګري بللې.
همدا راز پرون د فرانسې په نیس کلیسا کې یو ټونسي وګړي درې تنه په چاړهوهلي او وژل شوي دي چې په غبرګون یې د فراتسې حکومت له عبادت ځایونو د امنیت خوندیتوب تدابیر سخت کړي او مکرون هم یادې سیمې ته د پېښې د څېړنې لپاره سفر کړی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.