The news is by your side.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې

خبریال ویبپاڼه/ تیره ورځ د امریکا ټاکنې تره سوې چې د زیات شمېر ایالتونو پایلې يې اعلان سوې او د ډیرو يې لا پاتي دي پر همدې مهال تراوسه لاهم بایډن تر ډونالډ ټرمپ مخ ته دی

راپورونه وايي چې ښايي د رایو پایلې ډیر تغیر وخوري که د ډیرو مهمو ایالاتونو رایه پاتي دي جو بایډن ویلي کافي رایه یې ترلاسهس کړې ترڅو  امریکا ولسمشر سي

 

د مشي په نوم ایالت مې بایډن د ډیرو رایو تر لاسه کولو وروسته وویل کله چې د رابو شمېرل بشپړ سي موږ باوري یو چې ګټلې مو ده

اوس د امریکا د پاتي مهموایالتونو له رایو خبر نسته کله چې د اریزونا، جیورجیا، وسکونسن، پنسولوانیا ایالتونو د رایو

پایلي مالومې سوې بیا وروسته د رایو پایلې هم  مالومیږي چې چا ډیري وړې دي

سپینې ماڼۍ ته د تګ لپاره باید یو نوماند له ۵۰۰ کالجه رایو څخه ۲۷۰ رایې په خپل نوم کړي او له هغه وروسته د امریکا ولسمشر بلل کیږي خو تراوسه یوه نوماند هم دا رايي نه دي خپلې کړې

تر اوسه خو بایډن مخکې دی خو داسې نه ویل کیږي چې ولسمشر سو ځکه د امریکا د مهمو ایالتونو د رایو پایلي ښايي حیرانوونکي وي

د امریکا په بېلابېلو ايالتونو کې د پوستې له لارې د اچول سويو رايو د پايلو د اعلانولو وخت هم يو له بل سره توپير لري.

ځينو ايالتونو لکه فلوريډا او ايريزونا د نومبر له درېيمې نېټې مخکې د پوستې له لارې د اچولو سويو رايو د شمېرلو پروسه پيل کړې وه.

تراوسه لا مالومه نه ده چې  کوم یو به یې ګټوونکی کیږي خو لا له وړاندې دواړو د خپلو بریا وو اعلان کړی ټرمپ تیره ورځ په رسمي ډول خپله بریا اعلان خو بایډن ویلي چې د رایو تر شمېرلو وروسته ښايي چې  دی ګټوونکی سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance