The news is by your side.

د رنوير او دپيکا (٨٣) فلم بل کال ته وځنډول شو.

خبریال ویب پاڼه / د رنوير سينګ او دپيکا پاډوکون نوى فلم (٨٣) چې په کرکټ باندې جوړ شوى دى، مينه وال به يې ليدو ته لا هم انتظار وکړي، ځکه چې دا فلم اوس د دسمبر په مياشت کې نندارې ته نه وړاندې کېږي، بلکې په راتلونکي ٢٠٢١ کال کې به نندارې ته وړاندې شي.

د فلم جوړونکو په يوه تازه مرکه کې دا خبر له رسنيو سره شريک کړى دى او ويلي يې دي، چې د دسمبر په مياشت کې په کرکټ جوړ شوى د رنوير سينګ او دپيکا پاډوکون فلم نه خپرېږي.

بل لوري ته يش راج فلمز پلان لري چې د سېف علي خان او راني مکرجي کوميډي فلم (بنټي اور ببلي ٢) د سږکال په دسمبر مياشت کې نندارې ته وړاندې کړي.

راني مکرجي

(٨٣) فلم چې د ١٩٨٣ کال په نړيوال جام جوړ شوى دى، چې په دغه نړيوال جام کې هند په لومړي ځل اتلولي خپله کړې وه. په دې فلم کې د کپيل ديو ژوند ته هم کتنه شوې ده او د هغه کردار پکې رنوير سينګ ادا کړى دى. دا فلم سږکال د اپريل په ١٠مه خپرېده، خو د کورونا له امله وځنډېده.

بيا فلم جوړونکو پرېکړه وکړه چې دا فلم په دسمبر کې خپور کړي، خو اوس دوى وايي، چې دسمبر ته وخت لږ دى او دوى نه شي کولاى چې د فلم لپاره پراخ تبليغ وکړي، نو په همدې خاطر به دا فلم د ٢٠٢١ کال د جنورۍ او مارچ په مياشتو کې يو وخت نندارې ته وړاندې شي. همدا راز (سورياونشي) فلم هم بل کار ته ځنډول شوى دى.

رنوير سينګ او دپيکا پاډوکون

خو د فلم ليدونکو لپاره بيا ښه خبر دا دى، چې د سېف علي خان او راني مکرجي فلم (بنټي اور ببلي ٢) به سږکال د دسمبر په مياشت کې نندارې هت وړاندې شي.

بالي ووډ هنګامه په يو راپور کې ويلي دي، چې د يش راج فلمز مسوولين پلان لري چې د سېف علي خان او راني مکرجي دا فلم د دسمبر په مياشت کې نندارې ته وړاندې کړي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې ادتيا چوپړه په دې فلم باندې کار ډېر چټک کړى دى، ځکه چې په دسمبر مياشت کې بل کوم فلم نندارې ته نه وړاندې کېږي او له دې وخت څخه به ګټه پورته کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.