دانش: ١٣ میلیونه افغانان خوړو ته لاس رسی نه لري

خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش وایي، ١٣ میلیونه افغانان له لوږي سره مخ دي او خوړو ته لاس رسی نه لري.

دانش چې نن ( پنجشنبه لړم ١٥مه) افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب اجنډا درېیمې کلیزې په مناسبت غونډې ته وینا اوروله وویل، له ١٣ میلیونو ٨ میلیون هېواد وال د یو وخت له خوړو وروسته په دې اندېښنه وي، چې بیا به څنګه د خوړو لپاره یو څه پیدا کړي.

د سرور دانش په خبره ٤٤ سلنه هېواد وال کافي خوړو ته لاس رسی نه لري، له ١٣ میلیونو د ٨ میلیونو هغو د ژوند حالت ډېر سخت دی او له لوږې سره مبارزه ورته ګرانه ده، د عامې روغتیا وزارت بیا وایي، ٧٠ سلنه افغانان د خوړو نه خوندیتوب نه رنځیږي.

په یاده غونډه کې په هېواد کې د لوږې او بې وزلۍ د زیاتېدو لامل روانه جګړه وبلل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د کرونا ویروس په را رسېدو او خپرېدو سره د فقر او لوږې دا کچه نوره هم ډېره شوه، اوس مهال په ټول هېواد کې بې وزلي ٧٠ سلنې ته رسېدلې.

بل لور د څو لسیزو را په دې خوا سختو جګړو هېواد وال له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان کړي.

دا مهال هم د جګړه ایزو سیمو څخه بې ځایه شوي کورنۍ له سختې بې وزلۍ سره مخ دي او لومړنیو توکو ته یې خورا ډېره اړتیا ده.

په ځانګړې توګه د هلمند ولایت له جګړه ځپلو سیمو څخه مرکز لښکر ګاه ته بې ځایه شوې کورنۍ وایي، د خووړو لپاره هېڅ نه لري او مرستو ته یې اشده اړتیا ده.

د هلمند له سلګونو بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې هم شوي خو لا هم یو شمېر کورنۍ له مرستو پاتې او کورنیو ته مرسته شوي توکي بسنه نه کوي.

له دې ور ها خوا بیا په نورو ولایتونو کې هم بې سرپرسته کورنۍ او ماشومان له بې وزلۍ او لوږي کړیږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More