The news is by your side.

اېرېک ټرمپ: د پلار مې له ٤٠٠ زره ډېرې رایې ورکې شوي

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوی ایرېک ټرمپ وایي، د پلار مې له ٤٠٠ زره زیاتې رایې ورکې شوي دي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د ټرمپ زوی ایرېک ټرمپ د خپل پلار له حقوقي ټیم سره پنسلوانیا ایالت ته تللي، او دوی ادعا کوي چې پنسلوانیا کې یې ٨٦ سلنه رایې ګټلي خو د پراخو درغلیو له کبله، د ټرمپ له ٤٠٠ زره ډېرې رایې غلا شوي.

د ټرمپ زوی دا ادعاوې داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د دیموکرات ګوند نوماند جو بایډن د بریا ډېره شونتیا موجوده ده.

د امریکا مشهوره ورځپاڼې واشګنټن پوسټ هم په تازه خپرونه کې ویلي چې د بایډن بریا یقیني ده ځکه د رایو پایلې يې ښې دي.

دې ورځپاڼي ویلي د بایډن بریا یقیني ده، او ټرمپ په خپل دریځ کې یوازېدی.

واشنګټن ورځپاڼې په خپله مقاله کې زیاته کړې، چې جو بایډن د بریا پوړیو ته رسېدلی او نژدې ده چې بریالی شي خو ټرمپ له سپینې مانۍ څخه د وتو په حال کې دی.

ورځپانې د ټاکنو په هکله د جمهوري غوښتوونکو او ټرمپ نظريې ته هم اشاره کړې چې ګوند يې د ټاکنو په هکله کومه نیوکه نه لري او ټرمپ په خپل دریځ کې یوازې دی چې نیوکه لري، ځکه جمهوريت غوښتوونکې ځینې يې چپ او ځینې هغه څه غواړي چې ترسره کیږي.

واشنګټن پوست وایي بایډن سپینې ماڼۍ ته د تګ لپاره یوازې شپږ رایې کمې لري چې په آسانۍ یې تر لاسه کوي او ژر به د ټاکنو پایله اعلان او بایډن به منتخب ولسمشر شي.

پرون بیا ډونالډ ټرمپ ویلي وو، ټاکنو کې درغلې شوي، ټاکنې ما ګټلي او د پایلو سره د مبارزې لپاره یې سترې محکمې ته د تګ خبره هم کړې وه.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د دوو سر سختو سیالانو تر منځ ټاکنیزه سیالي نوره هم حساسه شوې، تر ډېره د جو بایډن د بریا امکانات شته او په زیاتو ایالاتونو کې له ټرمپ مخکې دی، خو ټرمپ وار له مخه د درغلۍ خبرې کړې وې.

که له دې دواړو هر یو بریالی کیږي خو بیا به هم امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي.

ډونالډ ټرمپ څو میاشتې وړاندې ویلي وو چې د روان زېږیدیز کال تر پای به له افغانستان ټول ځواکونه وباسي او جو بایډن هم د بریالیتوب په صورت کې له افغانستان په عاجله توګه د امریکایي ځواکونو د ویستلو خبره کړې وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance