The news is by your side.

دا غلط کار دى او بايد داسې هېڅوک هم ونه کړي.

خبریال ویب پاڼه / ايمان علي: ځان ښځه منل او پرې وياړ کول فيمينيزم دى، خو ځان نارينه ثابتول غلط کار دى .

د پاکستاني فلمونو او سريالونو مشهوره اداکاره، موډله او سندرغاړې ايمان علي د فيمينيزم په اړه په خپل نظر کې وايي، چې د ښځو حقونه او فيمينيزم دوه بيل بيل څيزونه دي، تر هر څه د مخه بايد موږ په دې نظريه باندې ځان پوه کړو، چې د ښځو حقونه څه دي او فيمينيزم څه دى.

په يوه ټلويزيوني خپرونه کې کله چې له ايمان علي څخه د فيمينيزم په اړه پوښتنه وشوه، نو هغې داسې په زړه پورې ځواب ورکړ، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې هم دا ځواب ډېر لاس په لاس کېږي.

ايمان علي وايي، چې ښځې بايد خپل ځان ښځې ومني او په دې، دې وياړ وکړي، همدا فيمينيزم دى، هغه ښځې چې غواړي ځان نارينه ثابت کړي او د دې لپاره له فيمينيزم نه کار اخلي، دا غلط کار دى؟

نوموړې زياته کړه، داسې ښځې نه يوازې دا چې د خپلو حقونو غلط استعمال کوي، بلکې د ښځينه توب څخه هم انکار کوي.

ايمان علي وويل، که په مسلکي ژوند کې يوه ښځه راپاڅېږي او ووايي چې هغې ته هم بايد د يوه نارينه په څېر پېسې ورکړل شي، نو دا به د هغې له دندې سره زياتى وي، ځکه هر چاته د خپل ټېلنټ په بدل کې پېسې ورکول کېږي، په دې کې نارينه يا ښځه هېڅ مهمه نه ده.

نوموړې همدا راز وايي، ځينې ښځې غواړي چې له ځانونو نارينه جوړ کړي او د دې لپاره له فيمينيزم څخه کار اخلي، دا غلط کار دى او بايد داسې هېڅوک هم ونه کړي.

ايمان علي وايي، چې موږ تراوسه پورې د فيمينيزم په مطلب سم نه يو پوه شوي او دا کار يوازې د نارينه و د غصه کولو لپاره کاروو.

د يادولو وړ ده چې ٣٩ کلنې ايمان علي د (خدا کى ليى)، (بول) او (ماه مير) په څېر کاميابو پاکستاني فلمونو کې کار کړى دى. د هغې راتلونکى فلم د (ټچ بټن) په نوم دى، چې ښايي راتلونکي کال کې نندارې ته وړاندې شي.

همدا راز نوموړې په ډېرو سريالونو کې هم کار کړى دى او هلته يې هم نوم ګټلى دى. هغه د يوې اداکارې تر څنګ موډلنګ هم کوي او سندرغاړې هم ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.