The news is by your side.

افغانستان کې نا امنۍ زیاتې سوې

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې د څا ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د تیر کال د تیرو دریو میاشتو په پرتله سږ کال د نا امنۍ او بریدونو کچه زیاته سوې ده

دا اداره په منځني ډول د ورځې په ۱۰۰ کې د ۵۰ سلنې زیاتوالی په ګوته کوي او وايي چې د تیر کال په پرتله همدا مهال حملې زیاتي سوې

د امریکا د دې ادارې د راپور له مخې ویلي سوي  چې په تېرو درېیو میاشتو کې افغان امنیتي ځواکونو ۱،۱۱۱ ځمکني عملیات کړي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په پوځي عملیاتو کې څه باندې دوه چنده زیاتوالی ښيي

یاد راپور ښيي چې طالبانو  د افغان دولت او د امنیتي ځواکونو د کمزوري کولو لپاره شخړو ته دوام ورکړی، ځکه چې په یو شمېر ولایتونو کې يې جګړو ته زور ورکړی

راپور وايي چې د طالبانو له لوري د جکړو شدت  د امریکايي ځواکونو د وتو د هڅولو لپاره سوی او ښايي د امریکایانو له وتلو وروسته شرایط په خپله ګټه کړي

ملګرو ملتونو ویلي چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې یې د ملکي وګړو ۲،۱۱۷ مړینې او د ۳،۸۲۲ ټپیانو شمېر ثبت کړی دی

په وروستیو کې د طالبانو له لوري د هلمند ولایت په ګډون  د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې بریدونه رامنځ ته سول چې پکښي ملکي وګړي زیات زیانمن سول او همداشان افغان ځواکونو او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله وا وښته

تراوسه پوري راپورونه وايي چې یوازي د افغانستان په سهیل کې جګړو تر ۱۱ کورنیو زیاتي بې ځایه کړې او له خپلو کورونو وتلو ته د جګړې د شدت له امله مجبوره سوي په دې کې داسې  خلک هم  سته چې روانو جګړو ترې ټوله کورنۍ اخیستې د مالوماتو له مخې دا ملکیان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.