بایډن د بریا پر پوله ټرمپ سپینې ماڼۍ څخه د وتو حال کې
خبریال ویبپاڼه/ د امریکا مشهوره ورځپاڼې واشګنټن پوسټ په تازه خپرونه کې ویلي چې د بایډن بریا یقیني ده ځکه د رایو پایلې يې ښې دي دې ورځپاڼي ویلي د بایډن بریا یقیني ده، او ټرمپ په خپل دریځ کې یوازي دی
دې ورځپاڼې په خپله مقاله کې ویلي چې جو بایډن د بریا پوړیو ته رسیدلی او نژدې ده چې بریالی سي خو ټرمپ له سپینې مانۍ څخه د وتو په حال کې دی
ورځپانې د ټاکنو په هکله د جمهوري غوښتوونکو او ټرمپ نظريې ته هم اشاره کړې چې ګوند يې د ټاکنو په هکله کومه نیوکه نلري او ټرمپ په خپل دریځ کې یوازي دی چې نیوکه لري، ځکه جمهوريت غوښتوونکې ځینې يې چپ او ځینې هغه څه غواړي چې ترسره کیږي
واشنګټن پوست وایي بایډن سپینې ماڼۍ ته د تګ لپاره یوازې شپږ رایې کمې لري چې په آسانۍ یې تر لاسه کوي او ژر به د ټاکنو پایله اعلان او بایډن به منتخب ولسمشر سي
تازه حال دا دی چې ټرمپ ۲۱۴کالجه رايي او بایډن ۲۶۴ کالجه رايې لري چې کیدلای سي په ډیر لږ تغیر بایډن د امریکا ۴۶ نوی منتخب ولسمشر سي تراوسه لاهم ځینو رسنیو ویلي چې د مهمو ایالاتونو پایلي وروستۍ سوې نه دي چې ښايي ډیر زیات تغیر سره اوسنۍ پایلې مخ سي خو بایډن ډیر لږ حرکت ته اړتیا لري ترڅو ولسمشر سي
بایډن ویلي تر رسمي رایو شمېرل کیدلو وروسته ډاډه دی چې ټاکنې يې ګټلې او د امریکا نوی منتخب ولسمشر دی ټرمپ ویلي چې سترې محکمې ته به شکایت وکړي تراوسه پوري لاهم رسمي اعلان نه دی سوی چې رايې پر کوم حد دی خو تراوسه د ډیرو ایالتونو رايي شمېرل سوې دي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.