له څادریو سره مو کفن هم راوړئ.
د پښتونخوا په کوز دیر کې د ګواښ لیکونو نوې لړۍ پېل شوې او د ښوونیزو بنسټونو ښځینه زدکوونکو ته پکې خبرداری ورکړ شوی “که کالجونو ته راځئ نو له څادریو سره مو کفن هم راوړئ.”
تازه تازه کوز دیر کې همداسې یو لیک ویشل شوی خو نه یې په سرلیک کې د کومې توندلارې ډلې نوم شته او نه یې پای کې د چا لاسلیک او ټاپه.
په دې پاڼه کې راغلي نجونې له هلکانو سره په ګډو ښوونیزو بنسټونو کې د زدکړو اجازه نه لري.
د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند محمد خراساني رسنیو ته ویلي، دا پاڼه دوی نه ده خپره کړې.
څه موده وړاندې د پاکستاني طالبانو د تحریک پخوانی ویاند احسان الله احسان د پاکستان د امنیتي ادارو له بند وتښتېد.
هغه له تښتېدو وروسته وخت ناوخت له نامالوم ځای رسنیو سره د خپل تنظیم په اړه خبرې هم کړې دي.
د پاکستان امنیتي ادارو په دې وروستېو کې د دغه تنظیم خلاف ځای ځای عملیات هم کړي او څو اړوند وسله وال یې نیولي دي.
پاکستان کله ناکله پر افغان حکومت هم د دغه تنظیم خلاف د ګام اخیستلو لپاره فشارونه اچوي.
په هره توګه د پښتونخوا بېلابېلو سیمو کې د ترهګریزو کړنو تر کنټرولېدو وروسته اوس یو ځل بیا دغو سیمو کې ورانکاره پیښې رامخته او ګواښونکي لیکونه او پاڼې وېشل کیږي.
د پښتونخوا ځینې سیمې له دغو پېښو ډېرې اغېزمنې دي چې په هغو کې یو کوز دیر دی.
څو ورځې وړاندې د کوز دیر د یوه کالج مخې ته یوه پاڼه لګول شوې او ګواښ پکې شوی و “که تر نن وروسته د نجونو د زدکړو لړۍ دوام مومي، نو نجونې دې د څادریو ترڅنګ ځان سره کفن هم راوړي. ”
ظاهرآ دا ګواښ د پاکستاني طالبانو د تحریک د یوه ځايي قوماندان لخوا شوی خو د دې ډلې د خبرداریو رسمي سرلیک لرونکې پاڼه پکې نه ده کارول شوې، بلکې په ساده پاڼه په پښتو ژبه په لاس لیکل شوی دی.
د دې پاڼې پای کې د دیر او مېدان حلقې ترڅنګ لیکل شوي چې ګواکې دا د طالبانو د تحریک د امیر حکم دی.
د کالج ادارې په دې اړه خپلې اندېښنې د زدکړو له ادارې، سیمه ییزو چارواکو او ځايي پولیسو سره شریکې کړې دي.
پولیس وايي قضیه یې پرانیستې او په دې اړه څېړنې کوي.
د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند په دې اړه ويلي “موږ دې پاڼې سره خپل تړاو په بشپړ ډول ردوو او د خبریالانو په ګډون ټولو خلکو ته خبر ورکوو چې زموږ د پیغام رسولو لار او وسیله تاسې ټولو ته مالومه ده – په دا ډول خبرونو چې زموږ د بدنامۍ هڅه پکې شوې وي، غوږ مه ګروئ. ”
د کوز دیر د پولیسو افسر عبدالرشید وايي “داسې نه ده چې دا پاڼه دې کومې ډلې خپره کړې وي، بلکې داسې ښکاري چې دا کومه بله مسله ده – موږ په دې اړه د مالوماتو په راټولولو بوخت یو.”
د کوز دیر ثمرباغ سیمه کې د غازي عماره خان په نوم د دغه کالج چارواکي وايي د دغه کالج په ۱۴۲۸ محصلانو کې ۶۰ نجونې دي.
یوه دولتي چارواکي ویلي تر دغه ګواښونکي لیک وروسته د دغه کالج امنیتي تدابیر پیاوړي، پولیس او د نورو امنیتي ادارو کارکوونکي پکې ګومارل شوي دي.
تېره میاشت د تاوتریخوالي څو پېښې هم شوي چې د امن کمیټۍ او د حکومت پلوه ادارو په غړو او پولیسو بریدونه، د سړک غاړې چاودنې او په زور د پېسو اخیستل پکې شاملې دي.
د روان کال د سپتمبر په لومړۍ ورځ د پولیسو په موټر د سړک غاړې چاودنه کې درې سرتیري ټپي شوي وو.
تر هغه وړاندې د اګست پر ۱۱ مه هم ناپېژانده وسله والو په مېدان سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی و.
ناپېژاندو وسله والو دغه راز د اکتوبر په لومړۍ نېټه د یوه ځايي سیاستوال ملک عطاءالله په موټر هم ډزې کړې وې چې چلوونکی پکې وژل شوی و.
په یوه بله پېښه کې د خان باشاه په نوم پر یو بل کس هم، چې د طالبانو پر خلاف د سیمه ییز لښکر مشر پاتې شوی، ډزې شوي خو هغه ترې روغ وتلی و.تر دې وړاندې په یوه پاڼه کې ځايي خلکو ته خبرداری ورکړ شوی و چې د حکومت ملاتړ دې نه کوي، که نه ښه پاېله به ورته ونه لري.
په بله پاڼه کې ویل شوي و چې حکومت په عامو خلکو ظلم کړی، نیول شوي کسان یې وژلي او د مدرسو او نور سپېڅلو ځایونو سپکاوی کوي او دوی به د دغو کارونو غچ واخلي.
په ۲۰۰۸ کال د پاکستان د پوځ لخوا د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د نورو سیمو ترڅنګ کوز دیر هم اغیزمن شو او له هغو ښارونو و چې ډېر زیانونه وراوښتي وو.
دغو عملیاتو درانه ځاني زیانونه هم واړول.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.