بې ځایه شوي کورنۍ مرستو ته اړتیا لري

خبریال ویب پاڼه / .دا بې‌ځایه شوي کورنۍ چې شمېر یې شاوخوا ۲۰۰۰ ته رسېږي، تازه د کندهار د میوند او ارغنداب ولسوالیو څخه د جګړو له وېرې ډنډ ولسوالۍ ته راکډوالې شوي دي.

د مولا داد په نوم یوه بې‌ځایه شوي کډوال رسنیو ته وویل چې د کور ټول توکي ورڅخه پاتې شوي او یوازې په جوړه جامو کې کډه کړې: “په یوه کوچني پټو او وړه خېمه کې راوتلي یو ،د کور ټول توکي راڅخه پاته دي، در په دره یو، په تراکتورونو کې مو ځانونه رارسولي دي.”

دې کورنیو د یو غره د لمنې په شګو کې اړولي دي چې د څښاک د اوبو په شمول د ژوند له ټولو لومړنیو اړتیاوو بې برخې دي.

د حمیدګل کاکا په نوم یو بې‌ځایه شوی کډوال وايي، له نورو ستونزو سره خو به یو ډول مقاومت وکړي، خو دا چې د خوړو څه نه‌لري لوږه به یې ژوند واخلي: “پرون چا د اوړو مرسته وکړه چې خورا کمه وه، ورته حیران و چې تر چا یې ورسوو، بیا مو هماغه پر ماشومانو وویشله لویان پاتې شول.”

د عبدالحبیب په نوم یو بل کډوال چې جګړې تېښتې ته اړ ایستی رسنیو  ته وویل چې د دوی له سیمې به یو شمېر نورې کورنۍ هم د جګړې له وېرې رابې‌ځایه او دغه دښتونو ته به پناه راوړي: “داسې جګړه وه چې کورونه له هر چا پاتې شول، په یوه جوړه جامو کې راوتلي یو.”

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس دوست محمد نایاب د داخلي بې‌ځایه شوېو کورنیو شمېره شاوخوا ۲۰۰۰ زره یادوي چې په وینا یې د ۲۵۰ کورنیو سره مرسته شوې او د ۱۵۰۰ نورو بې‌ځایه شوېو کورنیو سره به هم مرسته وشي.

ښاغلي نایاب زیاته کړه: “د ۲۵۰ په شااوخوا کې دغه داخلي بې‌ځایه شوېو کورنیو ته چې د یادو ولسوالیو اوسیدونکي دي مرسته رسیدلې او کابو د یو نیم زر په شااوخوا کې نورې کورنۍ چې سروې یې روانه ده، هیله مند یو چې د دوی د سروې پروسه هم ژر تر تر ژره بشپړه شي او هم‌مهاله به د دوی د اړتیا پر اساس مرستې پرې و ویشل شي.”

د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمد نایاب د دې ولایت او ګاونډیو ولایتونو امنیتي وضعیت ته په کتو اټکل کوي چې سږکال ښايي لس زره کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More