The news is by your side.

لوړو زده کړو وزارت د محصلینو خوندیتوب لپاره امنیتي طرحه جوړوي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، په پام کې لري چې په ټول هېواد کې د دولتي پوهنتونونو او محصلینو د خوندیتوب لپاره یې امنیتي طرحه جوړه کړي.

د یاد وزارت مسؤولینو نن په یوه غونډه کې دې خبرې ته اشاره وکړه چې دا امنیتي طرحه به څو برخې ولري، خو په واضح توګه یې ترې یادوونه ونه کړه.

د لوړو زده کړو وزارت پر کابل پوهنتون د دوشنبې ورځ له خونړي برید وروسته چې محصلینو په کې ژوند له لاسه ورکړ، د دولتي پوهنتونونو او محصلیتو د خوندیتوب لپاره دا اقدام کوي.

اوس مهال په افغانستان کې هېڅ کوم دولتي پوهنتون یا یې ودانۍ خوندي خونې نه لري او د احتمالي بریدونو پر مهال محصلین هم خوندي نه دي.

پر کابل پوهنتون له خونړي برید وروسته کار پوهانو هم په پوهنتونونو کې د خوندي خونو وړاندیز کاوه، چې په کمه بیه د هرې ودانۍ لپاره جوړېدی شي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د دوشنبې پر سهار برید ګرو د کابل پوهنتون د حقوقو پر پوهنځي برید وکړ، د خوندي خونو د نه شتون له کبله لسګونه محصلین شهیدان شول او یو شمېر ټپیان شول.

د برید مسؤولیت داعش ډاې منلی وو، طالبانو په کې لاس لرل رد کړي وو، خو افغان چارواکي یې له هم پړه پر طالبانو ور اچوي.

په برید کې د قربانیانو کورنۍ په دې تړاو امنیتي او کشفي ارګانونه ملامتوي، چې بد برید مخنیوی یې ونه کړ او د پوهنتون امنیت یې ونه شو ساتلی.

پر پوهنتون د برید په تړاو د بې غورۍ له امله د کابل د درېیمې امنیتي حوزې ١٣ مسؤولین ونیول شول خو نن یې بېرته د ولسمشرۍ ماڼۍ په امر د خوشې کېدو منظوري ورکړل شوه، ولسمسرۍ ماڼۍ ویلي چې په دې تړاو بع څېړنې نورې هم ډېرې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.