The news is by your side.

د افغان سولې په هکله د پاکستان او ایران ډاډ

خبریال ویبپاڼه/ په داسې حال کې چې قطر کې د بین لافغاني خبرو د پیل هڅه کیږي پاکستان او ایران خپله ژمنه تازه کړې چې د افغانستان د سولې پروسه کې به همکاري کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پاکستان ته تللی ترڅو هلته له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره ووینې د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې له افغان سولې سره باید د سیمې هېوادونه بشپړه همکاري وکړي

د دوی په خبره د افغانستان په مسئله کې ګډ هېوادونه باید د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي، تراوسه پوري که څه هم د افغان سولې موقع لنډه سوې خو دې دواړو ګاونډیو هېوادونو تراوسه کومه مرسته له افغان سولې سره نه ده کړې او نه يې هم کوم رول لوبولی دی

د امریکا او طالبانو له هوکړي وروسته تمه وه چې ډیر ژر به د افغان سولې لپاره د پرمختګونو  قدمونه واخیستل سي خو لاهم تراوسه په رسمي ډول سره د بین لافغاني خبرو د پیل لپاره کوم ګام نه دی اخیستل سو چې د افغان سولې په هکله یې یو شمېر شکونه هم رامنځ ته کړي

ښايي امریکا افغانستان کې د سولې هوکړې وړاندې خپل سرتیري له افغانستانه وباسي  ځکه تر دې وړاندې د امریکايي ځواکونو  د وتلو لپاره یو شمېر مخالفتونه موجود ول خو ډونالډ ټرمپ د امریکا د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ ترڅو د سرتیرو د وتلو پروسه کې کوم خنډ رامنځ ته نسي

د امریکا ترڅڼګ ناټو بیا ویلي چې په اوس  مهال کې له افغانستانه خپل سرتیري نه باسي دوی ویلي چې اوس مهال  په افغانستان کې وضعیت ښه نه دی ځکه نو داسې کوي هغوی په خپلو ژمنو سره ویلي  چې تر ۲۰۲۴ کال پوري به له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوا ورکړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance