The news is by your side.

د سمیع الحق بدل د هغه بچیانو افغانستان کې اخیستی

خبریال ویبپاڼه/ د مولانا سمیع الحق له وژنې وروسته چې په مرموزه توګه دوه کاله وړ اندې ووژل سو، تازه يې زوی یوه بیان کې ویلي حمیدالحق د افغانستان په هکله څرګندونې کړې چې د پاکستان په داخل او بهر کې له توندو غبرګونو سره مخ سوي دي

د سمیع الحق د ګوند ویاند مولانا یوسف شاه ویلي د مولانا سمیع الحق بدل د هغه بچیانو طالبانو په افغانستان کې واخیست، ده په یوه ویډیو پیغام، کې د سیمع الحق قاتلان افغانستان، هند او امریکا یاد کړي او ویلي يې دي چې طالبانو يې د مشر بدل اخیستی، هغه و یلي امریکا په شرمانکه او رسوايي سره له افغانستانه وتوونکي ده

کوم غبرګونونه يې درلودل؟

د افغانستان دننه دیني عالمانو اوافغان دولت د حمیدالحق د څرګندونو په هکله غبرګون وښود او له پاکستانه وغوښتل سول چې هلته دي د دوی مدرسه وتړله سي

په پاکستان دننه د پښتون ملتپال ګوند غړي سردار حسین بابک د سمیع الحق د زوی په څرګندونو غبرګون ښودلی او ویې ویل چې حیمدالحق دي لومړی د خپل پلار وژونکي ومومي او وروسته دي بیا دي د افغانستان په هکله خبرې وکړي

هغه وویل چې دی دي لومړی د هغه پلار چې په چړو مړ پروت وو د هغه پوښتنه وکړي

د سردار حسین بابک دا خبرې پر ټولنیزو رسنیو د عامو خلکو له لوري له لوی ملاتړ څخه برخمنې سوې

حمیدالحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي  وو، چې طالبان د افغانستان د جګړې ګټوونکي دي او افغان دولت دي ورته پر ځمکه وسله کښېږدي ترڅو طالبان ورباندې رحم وکړي

افغان دولت په پاکستان کې د سمیع الحق  د مدرسې د بندیدلو غوښتنه وکړه خو لاهم پاکستان په دې هکله  هیڅ غبرګون نه دی ښودلی، د سمیع الحق د ګوند ویاند په ښکاره ویلي چې طالبانو د هغه بدل په افغانستان کې اخیستی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.