The news is by your side.

اروپا اتحادیه له فایزر شرکت د کرونا ٣٠٠میلیون ډوزه واکسین پیري

خبریال وېب پاڼه/ وروسته له هغې چې د فایزر واکسین جوړونکي امریکایي شرکت اعلان وکړ، چې د کرونا پر ضد جوړ شوي واکسین ازموینه یې ٩٠ سلنه بریالۍ شوې، د اروپا اتحادیې هوکړه وکړه، چې د فایزر او بایوان ټک شرکت ګډ محصول وپیري.

دې واکسینو چې بریا یې په نړۍ کې د لوی خوشبینۍ لامل ګرځېدلی، اوس مهال د ازموینې په دریم فاز کې دي، او په دې مرحله کې به ٤٣زره ٥٠٠ داوطلبو رضا کارانو ته تطبیق شي.

د فایزر شرکت وایي چې د وېش او سپارنې تحویل به یې د روان زېږدیز کال په وروستیو کې پیل شي.

فایزر او بایو-ان ټک وایي، د دې واکسینو نمونه یې په ٤٣زره ٥٠٠ کسانو ازمایلې.

دواړه شرکتونه په پلان کې لري، چې د نومبر میاشتې تر پای د امریکا د خوړو او درملو ادارې (EFDA) ته د اضطراري واکسین غوښتنلیک واستوي.

د اروپا اتحادیې د روغتیا کمېشنره اسټلا کراکیدس وایي، د واکسینو د پېرلو هوکړه ډېره مهمه ده.

په همدې حال کې د اروپا اتحادیې د روغتیا کمېشنرې، واکسین به هغه توزېع شي، چې د خوندیتوب ټول پړاوونه په بریالیتوب سره بشپړې کړي.

اغلې کراکېدس وایي، دا واکسین به لومړی د اروپا د درملو ادارې له خوا تصویب شي او جواز واخلي.

په ورته مهال د اروپا اتحادیې د روغتیا سازمان مشر ویلي، چې تمه لري د اتحادیې ٢٧ غړیو هېوادونو باندې دا واکسین د ٢٠٢١ ز کال په اوایلو کې پیل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.