The news is by your side.

ولس او د حکومت موجوده روا ماډل !

خبریال وېبپاڼه – ښاغلو! تاسو د ولس د خوښې ناخوښې د مالومولو يا په خپلو رسمي تګلارو، او فردي کړو وړو باندې د ولسي غبرګون د مېچلو کومه تله لرئ؟
د داسې تلې نه زما مطلب هغه د دکاندارانو تله نه ده بلکې د داسې کومې اټکل کوونکې او د ولسي ذهنيت د راتنبوونکى او منعکس کوونکې پاليسۍ خبره کووم چې تاسو ته له کوم ګام پورته کولو نه وړاندې د کره حسابونو او شمېرو د لارې وښاېي چې ستاسو دولتي پروګرامونه، فرمانونه او امرونه څه ډول ولسي غبرګون ته لار پرانيزي يا څه ډول ولسي غبرګون ته لارې پرانيستلى شي؟
زما خواخوږې مشوره به درته داوي چې که لرئ ېې نو يو ځل بيا ېې کره کړئ ځکه ګومان کووم چې له تېرې څه مودې نه مو دولسي رايو او اند د ارزونې دا تلې تاسو ته د سمې په ځاى کږې لارې او کږې چارې درښايي او يا چې څوک ېې ګوري نو هغوى درته دروغ وايي په ناپوهۍ يا په لوى لاس، خو دروغ درته وايي!!
او پاچا مو هم د خپلو ملو جولاګانو سره سامبولى د ښار د خلکو په منځ کې روان کړى دى. دا ژورنالستان چې درته چېغې وهي چې داسې مه کوئ نو دا هغه ماشومان دي چې دروغ نه شي ويلى او چېغې وهي چې وۍ، باچا خو کالي نه لري، دى خو جولاګانو په مخه کړى دى!
نو يا خو ولس ته او ولسي رسنيو ته غوږ شئ چې څه درته وايي او که دا نه کوئ او څرګنده ده چې نه ېې کوئ نو بيا د ولسي اند د ارزونې داسې څه مېتوډ، لاره يا وکره جوړه کړئ چې د ولس په غبرګون مو پوهه کړي.
ولس ستاسو په رول ماډلو پسې نه ځي ولس خپل دودونه او خپلې رول ماډلې او خپل ايډيلونه لري چې هره ورځ زيږي، لويږي، غوړيږي او ولس ېې په نمانځنو پالي او په پاللو ېې نمانځي. نو داسې وکړئ چې د همدې رول ماډلو سره سم دولسي اند د ارزونې هغه مېتوډالوجي او ډول خپل کړئ چې دروغ درته نه وايي او کولى شي چې د ولسي خوښو ناخوښو سمه تنبېدنه او ژباړه درته وکړي.
لوى مثال ېې دسولې په هکله دولس انګېرلى دولتي ناغېړي ده. ياد ساتئ چې ولس د ښاغلي دانش په خوله نه ځي او يواځې طالب د سولې د نه راتللو په ګرمه، ګرم نه ګڼي بلکې ولس دا ګرمه له دولته هم انګېري.
د ولسي خپګان بله خبره د کابل پوهنتون له خونړۍ پېښې راواخله، د ولسي مخورو پښتنو غلچکۍ وژنې دي چې يا په رڼا ورځ په کابل کې کېږي او يا په نيمو شپو په نورو ولايتونو کې د صفر زواک له خوا د لوړ پوړو چارواکو په امر روانې دي، او واړه مثالونه ېې د پارک سينما د ورانولو د پرېکړې بېرته نه اخستل يا په دې جنګي چاپېريال کې د کندهار په شان په يوه مهم ستراتېژيک ولايت کې د تنکي عمر بچي او بچۍ د وزيرانو هرکلي ته ودرول دي.
دادى په خپله ېې وګورئ او په خپله ېې ولولئ چې ولسي غبرګون درته بېرته د تبصرو، اندو او پېغامونو په ترڅ کې څه وايي.
بله د ژورې اندېښنې خبره داده چې ملت داګڼي چې ګنې د ولسمشر زواک او واک اوس ورو ورو د هغه د لاسه وځي او د هغه د لومړني مرستيال، دويم مرستيال او يا هم د سولې د جرګې د مشر ډاکټر صېب عبدالله عبدالله لاسونو ته ورلېږدي.
که ولسمشر روغ وي او په واک او زواک دواړو سنبال وي او زمونږه دعا ده چې وي دې، نو لږ دې ولس ته مخ ور ښکاره گړي لږې دې د واک او زواک غړلې مراندې بيا جوختې راکاږي او نه دې پرېږدي چې د ده له مرستيالانو نه يا زورواکي او ډېکټاټران جوړ شي او يا دې دا مرستيالان وکړى شي چې پېښو ته پارېدلى ولسي غبرګون دې، خداى مه کړه د جاهلانو او د بې خبرو ولسي خلکو بړ وګڼي او يا دې هم په ولسي تاوجن غبرګون باندې نور د غوږونو د کڼولو او د ځانونو د ناګاره کولو زړه او ګستاخه جرائت وکړى شي.

لیکوال: ډاکتر اکبر اکبر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.