د فرهنګي میراثونو د ساتنې اٸتلاف(آرچ) مذاکراتو کې د فرهنګي میراثونو ساتنه غواړي
خبریال وېب پاڼه/ د فرهنګي میراثونو د ساتنې نړیوال اٸتلاف یا ارچ د افغان سولې خبرو کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې غوښتنه کوي.
یاد اٸتلاف د سولې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان سولې له مذاکراتي خواوو غوښتي چې د افغانستان له فرهنګي میراثونو ساتنه وکړي او د فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره دې خپلې ژمنې د سولې په وروستۍ هوکړه کې یادې کړي.
ارچ یا د فرهنګي میراثونو د ساتنې نړیوال اٸتلاف غوښتي چې د افغانستان بډای فرهنګ او تاریخ، د خلکو پیاوړتیا او هنري اثار، ادلیا او لوی معمارۍ چې د تاریخ په اوږدو کې جوړې شوي، د ښکلي کولو او ساتې اړتیا لري.
د فرهنګي میراثونو د ساتنې اٸتلاف په اعلامیه کې وړاندې زیاته کړې، چې د نړۍ خلکو د افغانستان د تاریخ، شعر او ادب له مطالعې وروسته، افغانستان سره لېواله کړي او په دې اړه د لا زیاتو اطلاعاتو د پیدا کولو علاقه مند دي.
دې اٸتلاف د اندېښنې په څرګندولو ویلي، چې په وروستیو کې د افغانستان میراثي فرهنګونو ته نه جبرانېدونکي زیانونه ور اوښتي.
ارچ وایي، د بامیان بودا قصدي ویجاړول او د کانونو او لرغونو آثارو غلا کول او غفلت کول فرهنګي میراث ته نه هیریدونکی زیان دی.
د فرهنګي میراثونو د ساتنې نړیوال اٸتلاف د فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره زیاته کړې، چې تاریخ، فرهنګ او افغاني میراثونه، د افغانستان د راتلونکي د غوړېدو لپاره ډېر ارزښت لري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.