په سوله کې د المان،قطر او امریکا شریکه ښکېلتیا
خبریال وېبپاڼه – د امریکا تر ټولټاکنو را وروسته قطر ته دافغانستان له لوري د تللي پلاوي سره زلمي خلیلزاد،د المان استازي او د قطر لوړرتبه چارواکو په پرله پسې ډول (۴) ناستې کړې دی.
په قطر کې د خبریال وېبپاڼې سرچینې وايي چې هم دغو دریو واړو لوریو د طالب مشرانو سره هم لیدلي دي.
زموږ سرچینې وايي چې د طالب مشرانو په دریځ کې څرګند بدلون لیدل کیږي او له ورایه برېښي چې د سوليد پروسې د ناکامه کېدو وېره ورپیدا شوې ده.
په دغه لیدنو کې دافغان لوري وړاندیزونه، او په سوله کې پر بندو نقطو باندي د دریو واړو هیوادونو امریکا، قطر او المان استازو خبرې اورېدلې دې.
د حکومت له لوري قطر ته د تللي پلاوي یوه غړي خبریال وېیپاڼې ته وویل چې فضا بدله برېښي او په دوو اونیو کې د یوه ښه خبر هیله کېدای شي.
په قطر کې مېشت طالبان هم دا مني چې دې دریو واړو هیوادونو له ملا بردادر او ځینو نورو طالب مشرانو سره هم لیده کاته کړي دي.
د قطر د دفتر یوه طالب چارواکيخبریال وېبپاڼې ته وویل چې دوی مذاکرات او د جنوري تړول له فرد سره نه بلکه د امریکا له متحده ایالاتو سره کړی چې د امریکا د لوري د ژمن پاتې کېدو هیله یې وښوده.
د امریکا تر ټاکنو وروسته طالبانو ته دا انګېرنه ورپیدا شوې چې ګواکې له دوی سره شوی تړون به د امریکا له لوري فسخه شي،ځکه داسي خبرونه هم را برسېره شويوو چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن د هم دغه تړون نه خوښ نه وو.
که څه هم لا هم د ډونالډ ټرمپ له لوري جوبایډن ته د واک سپارلو لپاره لا ډېر وخت پاتې دی، خو ښايي د امریکا نوی حکومت د افغانستان پر سوله مهم سیوری وغوړوي.
د ډېرو په اند اوس په افغانستان کې حکومت هغه اړخ نیولی او د فتحې جشنونه لمانځي چې د امریکا او طالبانو تر تړون وروسته طالبانو لمانځل.
که چېرته د افغانستان حکومت هم دا ډول چلند وکړينو ښايي په راتلونکو کې به د ملامتي ګوته حکومت ته لا نوره ونیول شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.