په امريکا کې د ۶۶ ورځو لپاره ۲۴ ساعته شپه پيل شوه
خبريال وېبپاڼه/ د امریکا او د الاسکا ترټولو شمالي ښار بارو کې دوه ورځې وړاندې لمر ولوېد، په دې سيمه کې نور د قطب شپه پيل شوه او لمر به بيا ان دوی په ۲۰۲۱ م کال کې ويني، دې سيمې ته بیا لمر پوره ۶۶ ورځې وروسته د جنورۍ په ۲۲ خپله مخ راښکاره کړي.
دغه ښار پخوا د بارو ښار په نامه پېژندل کېده، خو په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې د ترسره شوي ريفرانډوم په ترڅ کې یې نوم Utqiaġvik ته بدل شو، د ۲۰۱۶ ميلادي کال په نومبر مياشت کې ددې سيمې خلکو چې ټول تعداد یې ۴۳۰۰ کسانو ته رسېږي ددې ښار د نوم د بدلولو پرېکړه وکړه، ددې سیمې نوم د یوه پخواني شاه چې په ۱۸۲۵ م کې يې واکمني کړې وه سرچینه اخیسته.
۶۶ ورځې به لمر نه ويني
ددې سیمې اوسېدونکي به د ۶۶ ورځو لپاره د ورځې لمر نه ويني، بلکې د ورځې به صرف شپږ ساعته يو ډول نيم رنګه داسې رڼا ويني چې صرف خپل ځانته په لنډه فاصله کې به کولی شي يو شی ورباندې وويني، دا نيمه رڼا هم يو څه وخت وروسته دوی له لاسه ورکوي او داسې وخت راځي چې د ورځې دا دروغجنه رڼا صرف دری ساعته وي.
په دې سيمه کې به د جنوري د ۲۳ ورځې ډ اګېسټ تر ۱۴ ورځې پورې ورو ورځې اوږدېږي او شپې ورسره خپل وخت رالنډوي، د مې د مياشتې په لسمه ورځ بيا په دې سیمه کې شپه له منځه ځي او صرف ورځ پاتې کېږي، ۲۴ ساعته ورځ وي، د جولای د مياشتې د د ۳۱ نه نيولې بيا د نوامبر تر ۱۸ ورځې پورې ورو ورو ورځې لنډېږي او شپې اوږدېږي، بلاخره د نوامبر په ۱۸ ورځ بیا دلته نور تقريباً بشپړه شپه پيل کېږي داسې چې نور د ورځې ځای هم شپې نيولی وي، بيا نو دا شپه پوره ۶۶ ورځې دوام کوي او د جنوري په ۲۳ بېرته دوی د ورځې سره مخامخ کېږي او لمر راڅرګندېږي.
د الاسکا په نورو ښارونو کې هم لمر اوس بېخي زيات کم شوی دی، په ځانګړي ډول د بارو په ښار کې خلکو ددې وخت لپاره خپل تدابیر نيولي وي او د جنوري تر مياشتې لمر لګېدو ته په تمه وي، له دې کبله چې دلته به د اوږدې مودې لپاره لمر نه وي ډېری خلکو د ويټامين ډي د تقويې درمل اخيستي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.