ناټو: د افغانانو د سولې غوښتنه په نوي تاوتریخوالي ځواب شوه
خبریال وېبپاڼه/ ناټو په کابل کې د پرونیو راکټي بریدونو په تړاو غبرګون وښود او وايي، چې د افغانانو د سولې غوښتنه په تاوتریخوالي بدله شوه.
پرون سهار د ارګ، صدارت، سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د کابل ښار پر یو شمېر نورو مهمو ځایونو ۲۳ راکټي بریدونه وشول، چې له امله یې اتنه تنه شیهدان او ۳۱ نور ټپیان شول.
که څه هم طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي، خو کورنیو چارو وزارت یې د وسله والو طالبانو کار بولي.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتيکوروو په دغو راکټي بریدونو خواشینې ښودلې ده.
نوموړي په خپل ټویټر لیکلي، چې د سولې لپاره د افغانانو غوښتنه په خواشینوونکې توګه په نوي تاوتریخوالي ځواب شوه.
د هغه په وینا ټول افغانان اړتیا لري چې د سولې ګټې احساس کړي او په لیدلوري یې باور ولري.
د ناټو ملکي استازي ډاډ ورکړ، چې ناټو به د ترهګرۍ پر ضد پر خلاف د افغانانو تر څنګ ولاړه وي.
په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د استازیو ترمنځ د مذاکراتو په دوام لا هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه شوې.
اروپايي اتحادیه د دې بریدونو عاملین د سولې سبوتاژکوونکي بولي
بل خوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا د دغو ډول بریدونو عاملین د سولې سبوتاژکوونکي بولي.
هغه په ټویټر کې لیکلي، هغه کسان چې تاوتریخوالي ته لمن وهي یا یې ملاتړ کوي، په واقعیت کې د سولې سبوتاژ ته زمینه برابروي.
حکومت څه وايي؟
د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح دفتر وايي، تروریستي ډلې د شومو تبلغاتو او شورماشور رامنځته کولو په خاطر ترهګریزې حملې کوي.
دوی زیاتوي، طالبان، داعش، القاعده ډله او نورې تروریستي ډلې یوازې د نظام د کمزورۍ هڅه کوي.
که څه هم د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د امنیتي تړون طرحې د تطبیق په مرسته په کابل کې د جرمونو او ترهګریزو بریدونو کچه راټیټه شوې، خو خلک د دولتي ځواکونو پر ناغېړۍ او د دغه پروګرام پر ناکامۍ سخته نیوکه کوي او امنیتي بنسټونه د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي بولي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.