The news is by your side.

پي ټي اېم د دوو قبيلو ترمنځ ډزبندي وکړه

خبریال وېبپاڼه/ پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پښتنو د اتحاد او يووالي غورځنګ دی په شمالي وزيرستان کې ددوو قبيلو ترمنځ اوربند قایم کړی دی.

پي ټي اېم د‌ قبيلو ترمنځ اوربند وکړ
په شمالي وزيرستان کې ددوو قبيلو ترمنځ هغه مهال شخړه رامنځته شوه چې د‌ځمکې په سر سره جوړ نشول، ددې دوو قبيلو ترمنځ کلونه کېږي چې د ځمکې په يوه برخه جنجال روان دی، خو تېره ورځ حالت هغه وخت جنګي شو دواړو لورو په یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې پيل کړې چې د ځمکې په وېش بيا سره جوړ نشول.

په داسې حال کې چې ددې دوه قبيلو ترمنځ ګرمه جګړه روانه وه د پي ټي اېم استازي دغه سيمې ته ورسېدل او دواړه یې خبرو ته سره کېنول، د پي ټی اېم د غړو د رسېدو سره په دې سيمه کې د ډزو غږونه بند شول او دری ورځنی اوربند قایم شو، اوربند د دريو ورځو دی خو د پي ټي اېم استازي هڅه کوي چې په‌ دې دریو ورځو کې دا دواړه قبيلې يوه اوږده اوربند ته چمتو کړي او د اوربند په موده کې بيا ددوی شخړه په بنسټيز ډول سره حل کړي.

پاکستانۍ محکمې په عدالت کولو کې ناکامه شوې
ددې سيمو اوسېدونکو چې کلونه کېږي په ځمکه یې جنجال دی او دواړه طرفونه ددې ادعا کوي چې دوی په حقه دي، د پاکستاني محکمو د عدالت تمه نشته، ځکه دوی دلته محکمې او د پاکستان عدالت ته مراجعه هم کړې وه ترڅو ددوی ترمنځ روانه مسله حل کړي او عدالت قايم کړي خو محکمې بيا هم دا ستونزه نه وه حل کړې او لا يې دا ويلي و چې دا قضيه ډېره پېچلې ده.

پاکستان د پښتنو ترمنځ د جنګ پلوی دی
دغه دوه قبيلې کې اوس یې ترمنځ د پښتون ژغورنې غورځنګ اوربند کړی دی پاکستاني عدالت ته هم تللي و خو هغوی ددې قضیې سره بې پروايي کړې وه او همداسې يې پرېښی وه، شننوکي شک کوي چې پاکستان په دې ډول غواړي د پښتنو ترمنځ دښمنۍ رامنځته کړي او بيا دا دښمنۍ نورې هم پخې کړي، ترڅو د يوې خوا د پښتنو ترمنځ نفاق رامنځته شي، پښتانه ووېشل شي او د بلې خوا دوی پخپلو کې سره وجنګېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ استازي د سولې د بيرغ سره
د پښتون ژغورنې د غورځنګ استازي د جګړې ګرم ډګر ته د سپينو بيرغونو سره ورغلل، د پي ټي اېم يو استازی سيد انور داوړ وايي چې دوی د جګړې سيمې ته د سولې له بيرغونو د سپينو بيرغونو سره ورغلل او دواړه قبيلې یې د جګړې له مورچلونو څخه راښکته کړې او ددوی ترمنځ یې اوربند قایم کړ.

پښتون او پښتون سرنوشت
په شمالي وزیرستان کې د خونړۍ جګړې په درولو پي ټي اېم دا وښوده چې دوی پخپله د سولې راوستلو واک او قدرت لري، پي ټي اېم دا وښوده که پښتون سرنوشت واقعي پښتون ته وسپارل شي نو دوی کولی شي چې د کلونو دښپمنۍ هم ختمې کړي او سوله قايمه کړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ دا مسله او شخړه په داسې حال کې حل کړه چې پاکستاني عدالت کلونه کلونه کېږي نه وه حل کړې او دا قضيه یې همداسې د جنجال ډکه پرېښې وه، پاکستاني عدالت د پښتون ترمنځ سولې‌ ته نه دی ژمن، خو پښتانه پخپله اوس د ځان علمبردار دي او د ځان سرنوشت پخپله ټاکلی شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.