The news is by your side.

د پاکستان حکومت د جنوبي وزيرستان ځنګل له منځه وړي

خبريال وېبپاڼه/ د جنوبي وزيرستان اوسېدونکي د خپلو شنو سیمو او ځنګلونو د له لاسه ورکولو څخه وېره لري، پاکستاني حکومت وړاندې له دې ددې سيمو په کانونو قبضه کړې وه اوس یې نیت کړی د هغه ډلو په لاس چې دوی يې ملاتړ کوي او ددوی په لاس کې دي ددې سیمې ځنګلونه هم نابود کړي او وزيرستان په يوه سپېره دښته بدل کړي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې ددوی وطن په ځنګلونو ښکلی دی، شنې سيمې او ځنګلونه ددوی د وطن په ښکلا کې رول لري ددوی هوا پاکوي نه بايد دا اجازه ورکړل شي چې ددوی ملي شتمنۍ داسې په بې پروايۍ سره له منځه ولاړې شي.

د سيمې د يوه بل اوسېدونکي په خبره چې دغلته موجوده انتظاميه قوه ددا ډول کسانو په وړاندې غبرګون نه ښيي، دوی په ډاډ سره ځنګلونه وهي او لرګي وړي خرڅوي يې.

پوليس پيسې اخلي
د سیمې يو اوسېدونکی کمال احمد وايي، پوليس نه يوازې چې د ځنګل وهونکو مخه نه نيسي بلکې د هغوی څخه پيسې اخلي او اجازه ورکوي چې ځنګلونه ووهی او وزيرستان په یوه سپېره دښته بدل کړي.

پاکستاني پوليس چې دغلته شتون هم لري د هره یوه موټر په سر پيسې اخلي او بیا یې پرېږدي چې دا وهل شوي ځنګلونه، لرګي ددې سیمې څخه په موټرونو کې انتقال شي.

ځينې خلک بيا دغلته وايي چې په ځنګلونو کې ځينې کسان لومړی ځنګل وهی او لرګي یې بيا همدلته سوزي او سکاره ورڅخه جوړوي، د خلکو په خبره چې پاکستاني پوليس په ښکاره ويني چې د ځنګلونو څخه دودونه پورته کېږي خو بيا یې هم په وړاندې هېڅ کار نکوي.

پوليس وايي د مداخلې حق نلرو
دغلته ځينو پوليسو ويلي چې دوی په دې کار کې د مداخلې حق نلري او دا د يوې مستقلې ادارې کار دی چې په دې هکله پرېکړه وکړي او ددې کار مخه ونیسي.

پاکستاني پوليس وزيرستان ته د خپل وطن په سترګه نه ګوري، هغوی دا ځای د خپلو تجربو، پروژو او چور لپاره کاروي، په دې سيمه کې چې کومه شتمني موجوده ترټولو ژر ددوی بېړه وي چې ژر یې خرڅه کړي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.