طالبان اوس هم پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.
خبريال وېب پاڼه /د هيواد ځينې خاين او هيواد پلورونکي چارواکي يوه ډيره لويه روانې ستونزه لري دوي هيواد خپل نه ګڼي د مالکیت احساس نه لري هر شئ پردى بولې د هيواد ځمکې، معدنونه، ثروت، زراعت، کورونه، فابریکې او نور خپل نه ګڼي او د پردیو لاس کې يې اچوي نو همدا لامل دي چې هيواد ددې ګډي شتمنۍ غلا، فساد، ظلم، وحشت او نورو لاس پوري کوي او زموږ داخلي شتمنۍ د نورو په اختيار کې ورکوي چې يو ښه مثال يې پاکستان او ایران دى چې دواړه هېوادونه د هيواد اصلي دښمنان دي او پاکستان خو طالبانو او نورو تروریستي ډلو ته يو تر ټولو خوندي پټنځاي دي.
خو، بيا ځينې هيوادپال او په هيواد مئېن افغانان او چارواکي يې د مخنیوي لپاره له خپل ځان هم تيريږي او دداسې ډول اشخاصو پر ضد خپل غږ پورته کوي.
د ملي امنیت رياست سرپرست رييس احمد ضيا سراج وايې طالبان اوس هم د پاکستان په کويټه خيبرپښتونخوا راولپنډۍ او کراچۍ ښارونو کې خوندي پټنځایونه لري او پاکستان د افغانستان لپاره خپله پالیسي کې اوس هم بدلون نه دي راوړي.
ښاغلى سراج وايې طالبان د نورو تروریستي ډلو سره د ځانمرګي بريدګرو په اخيستلو او خرڅولو کې تود بازار لري او هيڅ يوه تروریستي ډله د طالبانو د ملاتړ پرته افغانستان کې فعالیت نه شي کولاي.
ښاغلى سراج زياتوي هغه معلومات چې موږ ترلاسه کړي طالبان، حقاني شبکه او نورې تروریستي ډلې ځانمرګي بريدګر په يوبل پلوري او حتا ځينې وخت يې يوبل ته په قرض هم ورکوي او د افغانستان په روان تاوتریخوالي کې طالبان پوره لاس لري.
دغه لوړپوړي دولتي چارواکى وايې طالبان د پاکستان په مرسته او ملاتړ غواړي خپل امارت ته د جنګ او تاوتریخوالي په واسطه دوام ورکړي او دا ډله سولې ته غاړه نږدي او غواړي جنګ همداسى دوامداره وساتي.
د ملي امنیت رياست سرپرست رييس احمد ضيا سراج دغه څرګندونې ولسي جرګې ته په ورغوښتل شوي غونډه کې کړې.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.