The news is by your side.

څنګه ذهني تمرکز پیدا کړو؟

خبریال وېبپاڼه/ موږ ټول په خپل ژوند کې ذهني ارامي او تمرکز ته اړتیا لرو، تر څو وکولای شو، په اسانۍ فکر وکړو، په هوښیارئ تصمیمونه ونیسو، برنامه رېزي ولرو یا مطالعه وکړه.

 ځینې لارې چارې بیانوو، چې په تمرین سره یې کولای شو، ارام ذهن ولرو او له ژوند خوند واخلو:

۱. د تلویزیون او تولنیزو رسنیو کتلو ته ډېر وخت مه ورکوئ، ځکه حتمي تاسو له بدو او منفي خبرونو سره مخ کېږي او ذهن مو نااراموي.

۲. په ستونزو، ناکامیو او خنډونو ډېر فکر مه کوئ، په دې موضوعاتو فکر کول ستاسې ذهني ارامتیا له منځه وړي. په فرصتونو فکر وکړئ او له هغو ګټه واخلئ.

۳. له منفي پالو اشخاصو سره ناسته ولاړه مه کوئ. د هغوی منفي رفتار او کردار ستاسې ذهن ګډوډوي او تر خپل منفي تاثیر لاندې مو راولي.

۴. کینه او حسد په زړه کې مه ساتئ، هېرول او پرېښودل زه کړئ. په داسې شیانو فکر مه کوئ، چې روحي ارامتیا او اړیکې مو خرابې کړي.

۵. د شپې لخوا په کافي اندازه خوب وکړئ؛ یو ښه خوب تاسو ته پریمانه انرژي درکوي، مثبت فکر اخلئ او له منفي افکارو مو لیري ساتي، بیا به نهایت ښه احساس ولرئ.

۶. منظم سپورټ کوئ، په دې سره مو ذهني فشار له منځه ځي، مغذ او بدن ته مو تازه انرژي درکوي.

۷. کوم څه چې نه شئ بدلولی، هغه ومنئ. اړتیا نشته چې د هغو شیانو د بدلون هڅه وکړئ چي تغییر نه مومئ، ځان مه ناارامه کوئ.

۸. د تېر وخت او بدو خاطرو په اړه فکر مه کوئ. تېر وخت نه تغییرولی او نه یې راګرځولی شئ. له تېر وخته درس واخلئ، هغه هېر کړئ او حرکت وکړئ. ښه ده چې پر حال زمانه تمرکز وکړئ.

۹. کله چې ناارامه وئ، هر څه پرېږدئ، څو شېبې پلی تګ وکړئ.

۱۰. له خلکو سره د مخامخ کېدو او اړیکو پر مهال پیاوړي، زغم لرونکي او انعظاف منوونکي اوسئ، په دې سره زیاته انرژي اخلئ او مثبت احساس به ولرئ.

۱۱. اغېزناک اوسئ، نه اغېزمن. تاسو باید پر نورو اغېز وکړئ، نه دا چې نور پر تاسو منفي اغېز وکړي.

که غواړئ په خپلو افکارو او ذهن کنټرول ولرئ، همدا نن پورتنۍ لارې چارې یو ځل تجربه کړئ. یوویشت ورځې عملي کړئ، تر څو روحي ارامتیا مو په عادت بدله شي. ژوند به مو ښه او زیات سکون به تجربه کړئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.