The news is by your side.

د افغانستان د اقتصادي ضعف عمده عوامل

خبریال وېبپاڼه/ د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال افغانستان ته د نړۍوالې ټولنې د مرستو د جلب په موخه د جینوا ۲۰۲۰ کنفرانس کې د خبرو پر مهال د افغانستان د اقتصادي ضعف عمده عوامل په ډاګه کړل، خو اداري فساد یې د دغو عواملو په ډله کې نه دی راوستی.

ښاغلي ارغندیوال بېکاري، بېوزلۍ، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاس رسی، د زیربناو د کمښت او ترڅنګ یې د کرونا ویروس خپرېدل د افغانستان د اقتصادي ضعف عمده عوامل وبللل.

د مالیې وزیر زیاته کړه، د افغانستان د اقتصادي ضعف عمده عواملو ته پا پام دغه هېواد د نړۍوالې ټولنې مالي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري، څو د ملي چوکاټ په عملي کولو سره تر ٢٠٢٥ کال له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.

هغه دغه راز ویلي، افغان حکومت ملي ستراتیژي ترتیب کړې چې په عملي کېدو سره به یې افغانستان په راتلونکو پنځو کلونو کې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي.

ایا اداري فساد د اقتصادي ضعف لامل نه دی؟

که څه هم د مالیې وزیر بېوزلۍ، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاس رسی، د زیربناو د کمښت او ترڅنګ یې د کرونا وبا خپرېدل د افغانستان د اقتصادي ضعف عمده دلایل بللي، خو تر دې ټولو بدتر اداري فساد دی، چې د دې هېواد اقتصاد یې له ضعف سره مخ کړی دی.

لا هم افغانستان د نړۍ په کچه د مفسدو هېوادونو د نوملړ په سر کې قرار لري، چې له جګړې وروسته د ېواد د بدبختۍ عمده لامل بلل کېږي.

بل خوا درې ورځې مخکې اداري فساد سره د مبارزې د نوي ټاکل شوي کمېسیون غړیو لوړه وکړه.

 نن په جنیوا کې د افغانستان په اړه مرستندویه نړیوال کنفرانس هم پای ته ورسېد، چې د دې کنفرانس له لارې افغانستان ته د مرستو د جلب لسو شرطونو کې له اداري فساد سره مبارزه هم شامله ده.

دا چې افغان حکومت به په راتلونکو څلورو کلونو کې وتوانېږي چې د اداري فساد د مخنیوي له لارې د هېواد د اقتصادي ضعف مخه ونیسي او که نه، وخت به یې ځواب ووايي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance