The news is by your side.

په دې کلي کې نارينه نه پریښودل کېږي

خبريال وېبپاڼه/ د برازيل Noiva do Cordeiro کلی يو له هغه کلیو دی چې يوازې ښځينه پکې ژوند کوي، په دې کلي کې هېڅ نارينه نشته او صرف ښځې پکې اوسي، په دې کلي کې د ښځو شمېر ۶۰۰ تنو ته رسېږي، دلته د اوسېدونکو مېرمنو عمر د ۳۵ کلونو څخه ټيټ دی.

دا یو جالب ځاي دی او خلک یې هم همداسې جالب خویونه لري، دغلته ځينې مېرمنو واده هم کړي دی، خو جالبه داده چې دا مېرمنې د واده لپاره دا شرط لري چې بايد خاوند يې په بل ځای اوسېدل ومني.

په دې سیمه کې نارينه ماشومان کولی شي تر ۱۸ کلنۍ پورې ژوند وکړي، کله چې هلکان ۱۸ کلنۍ ته ورسېږي نو ددې کلي څخه شړل کېږي.

ددې کلي بنسټ په ۱۸۹۱ کال کې اېښودل شوی، يوازې ښځينه پکې ژوند کوي، يو بې نارينه کلی دی، هغه مېرمنې چې ودونه يې کړي وي صرف د اونۍ په پای کې کولی شي.

ويل کېږي چې دا کلی د کليسا د یوه مشر له لوري هغه وخت جوړ شو چې دغلته يوې مېرمنې خپل خاوند پرېښود، دې ښځې خپل خاوند ځکه پرېښی و چې له دې سره یې په زور واده کړی و.

د رواياتو په خبره وروسته له دې چې دې مېرمنې خپل خاوند پرېښود يوازې پاتې شوه، په کلي کې د خلکو له لوري ورټل شوه، وروسته له دې چې دې مېرمنې خپل خاوند پرېښود دغلته موجودې کليسا د ښځو لپاره شراب بند کړل، ژوند یې ورباندې تنګ کړ، د کليسا د مشر د وفات وروسته ښځينه دغلته د نارينه و د ظلم خلاف راولاړل شول او دغلته یې صرف د ښځينه و سیمه اعلان کړه.

ددې سیمې يوې مېرمنې د ده سن ورځپاڼې ته ويلي چې دوی په خدای باور لري او په زړه کې يې خدای شته، خو په کليسا کې نه غواړي د پاپ په وړاندې سر ټیټ کړي او يا خپل اولادونه او ځانونه د هغه په کنټرول کې ورکړي.

دې مېرمنې پخپلو خبرو کې زياته کړه داسې ډېر کارونه شته دي چې ښځينه یې تر نارينه و ښه کوي، همدا کلی اوس د نارينه و د ادارې پرته ډېر ښه دی.

دا مېرمن وايي چې کله ددوی په کلي کې هلکان نه وي نو په کلي کې یې د رقابت په نوم څه نه وي، ستونزې په خبرو حل کېږي او بدون له دې چې جګړه وشي ټولې ستونزې حل شي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance