د پارلمان او ارګ ترمنځ نوې خو خطرناکه لوبه!
خبریال وېب پاڼه/ وروسته له هغې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح د جنیوا کنفرانس کې د وینا پر مهال د افغانستان د ولسي جرګې غړي پر فساد تورن کړل، نن د یادې جرګې غړو د صالح پر خلاف توند غبرګون وښود.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وو، د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر یو بهرني هېواد پورې تړلی استخباراتي سازمان دی، چې دې وروستیو کې یې د دې جرګې دوه غړي هم په نښه کړي دي.
رحماني په واضح توګه د یاد بهرني هېواد نوم وانه خیست خو ممکن اشاره یې ایران ته وي.
رحماني وایي صالح وکیلانو سره عقده یي چلند کوي او له واک ناوړه ګټه پورته کوي، ولسمشرۍ ماڼۍ دې صالح استعفا کولو ته اړ کړي.
د ولسي جرګې نور غړي وایي، صالح پر دوی د فساد بې ځایه تورونه پورې کوي، خو که په واقعي توګه د جرګې غړي فساد کوي، باید یې ډاډه نوم واخیستل شي او پر ټولو دې د فساد ګوته نه پورته کوي.
صالح تر دې وړاندې هم د ولسي جرګې د غړو له لوري له توندو نیوکو سره مخ شوی.
د کابل امنیتي وضعیت پر خرابېدو په داسې حال کې چې امنیتي مسؤولیت د صالح تر غاړې وو او وروستیو بریدونو ته په اشارې ولسي جرګې صالح پر ناغېړۍ تورن کړی وو او ویلي وو چې د امنیتي مسؤولیت له اخیستلو وروسته هېڅ کومه لاسته راوړنه نه لري او نه د کابل امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راغلی.
د ولسي جرګې غړي او صالح وخت نا وخت پر یو بل تورونه پورې کوي او توندې نیوکې کوي، ولسي جرګه وایي صالح له وکیلانو سره عقده لري او صالح وکیلان په فساد او قانون ماتونې تورنوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح تر دې دمه د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني پر څرګندونو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.