The news is by your side.

وکیلانو نوماند وزیرانو ته جرګې ته د ننوتو اجازه ورنه کړه

خبریال وېب پاڼه/ د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال امرالله صالح جنیوا کنفرانس کې د وروستیو څرګندونو په غبرګون ولسي جرګې د شپږ نوماند وزیرانو د برنامو وړاندې کولو ناسته لغوه کړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح پرون د جنیوا په کنفرانس کې د ولسي جرګې غړي پر فساد تورن کړل او جرګې یې نن په غبرګون کې د نوماند وزیرانو ناسته لغوه کړه.

د افغانستان په تړاو د جنیوا کنفرانس پرون د یو شمېر افغان لوړ پوړو چارواکو پر ویناوو پرانیستل شو.

د جنیوا له شرطونو یو دا هم وو، چې له افغان حکومت یې غوښتي څو د اداري فساد مخه ونیسي او پر وړاندې یې مبارزه وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د جنیوا له کنفرانس یوه ورځ وړاندې د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون رسماً پرانیست او د کمېسیون غړو د ولسمشر او چارواکو په حضور کې د لوړې مراسم ترسره کړل.

د جنیوا په کنفرانس کې افغان چاذواکو د خبرو پر مهال د اداري فساد د مخنیوي او پر وړاندې یې د کلکې مبارزې تر څنګ د افغان سولې پر بهیر او بین الافغاني مذاکراتو هم خبرې وکړې.

د اشرف غني د واک په وروستیو کلنو کې اداري فساد اوج ته رسېدلی او د بهرنیو او نړیوالو ادارو میلیونونه ډالري مرستې ورکې او حیف او میل شوې.

د جنیوا په کنفرانس کې به له افغانستان سره د مرستو په زیاتېدو یا کمېدو هم پرېکړه وشي.

دا مهال افغانستان د نړۍ په کچه د اداري فساد هېوادونو په لېست کې په لومړیو درجو کې ځای لري.

په هېواد دننه د نظر خاوندان وایي که افغان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې دریځ قوي نه کړي او مخه یې ونه نیسي افغانستان به په نړیواله کچه خپل باور له لاسه ورکړي او را روانې مرستې به هم څو برابره ترې کمې شي، خو حکومت لکه څنګه چې د فساد پر وړاندې پر مبارزېټینګار کوي، هومره په عمل کې نه دی ثابت شوی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.