پاکستان له غني مننه کړې، چې بندیان یې ورخوشي کوي
خبریال وېبپاڼه/ پاکستان له ولسمشر محمداشرف غني مننه کړې، چې د ښه نیت او بشر دوستانه اړیکو د پیاوړتیا په موخه پاکستاني بندیان خوشي کوي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، هیواد یې د ښه نیت او بشر دوستانه اړیکو پیاوړتیا په هدف د پاکستاني اتباعو ازادلو د حکم په اړه له ولسمشر غني څخه مننه کوي.
هغه په دې برخه کې د پاکستان لپاره د ولسمشر غني له ځانګړي استازي عمر داودزي څخه هم مننه کړې ده.
ولسمشر غني ښه نیت له مخې د یو شمېر پاکستاني بندیانو د خوشي کېدو امر کړی.
دا امر کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له سفر او ولسمشر غني سره تر کتنې یوه ورځ وروسته کېږي.
د زندانونو د تنظیم چارو مسوول فرهاد بایاني ددغه فرمان صادرېدلو سربېره ویلي، ددغو بندیانو د دوسیو په اړه کار پیل شوی او په وینا یې، دا مهال کابل او ځینې ولایتونو کې یوشمېر پاکستانیان بندیان دي.
د فرمان له مخې، دوه ډوله پاکستاني بندیان خوشي کېدونکي دي، یو هغه چې د بند موده یې یوه میاشت پاتې وي او پاتې بد به یې بښل کېږي، بل هغه چې د بند موده یې بشپړه کړې خو د نغدي جریمې نه ورکولو له کبله لا هم زندان کې دي، چې دوی به هم بښل کېږي.
د پاکستاني بندیانو د خوشي کېدو په اړه غبرګونونه
د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د ولسمشر ددغه فرمان په اړه اندېښنه ښودلې او وایي چې له مخې به یې سلګونه پاکستاني ترهګر خوشي شي.
نبیل پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: (( ډاډه یم چې اسلم فاروقي او سلګونه نور پاکستاني ترهګر به، چې زموږ زرګونه هېوادوال یې شهیدان کړي، ای اېس ای ته به د بډو ورکولو له امله خوشي شي.))
په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼو افغانانو د ولسمشر غني دغه اقدام په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې غني د واک د غځولو لپاره د افغانانو په وینو سیاست کوي او هغه بندیان خوشي کوي چې لاسونه یې د زرګونه افغانانو په وینو سره دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.