The news is by your side.

د وطن ړنګول دوام لري، طالبانو يو کلينک او یو پول ونړول

خبريال وېبپاڼه/ د فارياب ولايت والي نقيب الله فایق ويلي چې وسله طالبانو تېره شپه د المار په ولسوالۍ کې يو کلينيک په بمونو الوزولی دی، فایق ويلي دا په نوموړې ولسوالۍ کې يوازينی کلينک و چې طالبانو له منځه يوړ.

د فاراب والي وايي د ولسوالۍ په سطحه د یوه کلینیک رنګول به ددې ولسوالۍ اوسېدونکي په دې يخ او سخت موسم کې د ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د ورانۍ خبرې يوازې له فارياب څخه نه پورته کېږي، بلکې همدلته نېږدې د غور په ولايت کې هم طالبانو يو پول په بمونو الوزولی او د غور او هرات د وصل لاره یې له منځه وړې ده.

د غور ولايت د فواید عامې ريس ددې پېښې په هکله ویلی چې طالبانو هغه پول له منځه يوړ چې دا ولایت یې له هرات سره وصل کاوه، د کمينج په نامه ددې پول له لارې غور ولايت ته خوراکي توکي او نور راتلل چې اوس هرڅه د لویې ستونزې سره مخ شوي دي.

ولې عام المنفعه تاسيسات ورانیږي
جوړول ګران او ړنګول یې اسانه دي، د يو پله یوه کلینیک جوړول تر یو کال يا زيات و کم وخت غواړي، بوديجه ورته پيدا کول به يې نه يادوم چې هغه بيا بېله ستونزه ده، خو ددې هرڅه ورانول د ورانکارو لپاره ډېر ساده دي، دوی د يوې بوشکې په چادونې سره دا هرڅه له منځه يوسي‌.

دا هغه دي چې د افغانانو په وینو جوړ شوی دي، د افغانانو په حيث موږ په دې پوهېږو چې دلته د نړيوالو شتون موږ ته په کوم بيه پرېوزي، موږ د خپلې خپلواکۍ یوه برخه هم له لاسه ورکوو خو په دې جريان کې ددې وطن لارې، سړکونه، پلونه او کلينيکونه جوړېږي، دا هرڅه زموږ په وینو جوړ دي، خو يو دهشتګر راځي دا هرڅه د يوې زېړې بوشکې په واسطه له منځه وړي او پدې ډول خپل باداران خوشحاله کوي.

افغانان به یې ونه بخښي
افغان ملت دا هرڅه په سترګو ويني، نن بې وسه دي خو تر قیامته صرف الله په یوه حال دی، افغانان به تل بې وسه نه وي او هغه خلک به هېڅکله ونه بخښي چې ددې هېواد بنسټونه ورانوي ددې هېواد ښوونځي، لاره سړک او کلينيک ورانوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance