The news is by your side.

امریکايي ځواکونو په لسو ولایتونو کې له خپلو اډو وتلي

خبریال وېبپاڼه/ په قطر کې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس امریکايي ځواکونه د هېواد په لسو ولایتونو کې له خپلو اډو وتلي دي.

د سټارانډ سترایبس امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکايي پوځیان د اروزګان له ترینکوټ، د لغمان له کمبیري، د پکتیا له لایټیننګ، د هلمند له بُست، د کندوز له جونز، د ننګرهار له ډي الینکر، د بلخ له شاهین، د کابل له بیشاپ، د میمنې له فاریاب او د زابل له کلات اډو وتلي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو افغان او یو امریکايي چارواکي په قول د اډو د بندولو خبر تایید کړی دی.

واشنګټن پوسټ او سټار انډ سټرایبس ویلي، چې امریکا په افغانستان کې لس اډې تخلیه کړي، خو د ځواکونو د ایستلو بهیر یې تر اوسه نامعلوم او غیر یقیني دی.

د ورځپاڼو په حواله، امریکا په افغانستان کې خپلې اډې له طالبانو سره د کړې موافقې پر اساس د ټولو پوځیانو د ایستلو د پلان له مخې تخلیه کړې دي.

څومره امریکايي پوځیان وځي؟

دوه اوونۍ مخکې د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان اعلان وکړ، چې افغانستان او عراق کې د خپلو ځواکو شمېر تر ۲۵۰۰ ټیټوي.

د دې اعلان له مخې افغانستان کې امریکايي پوځیان له ۴۵۰۰ تر ۲۵۰۰ کمېږي او عراق کې هم د ۵۰۰ امریکايي پوځیانو کمېدو سره دغه هېواد کې د دې پوځ شمېر ۲۵۰۰ ته ټیټېږي.

د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنې

ناټو له افغانستان د ځواکونو د وتلو پرېکړې اندېښمن کړی او وايي، چې له افغانستان د ځواکونو بېړني او ناهمغږي وتل به درنه بیه ولري او له طالبانو سره د سولې خبرې به کمزورې کړي.

د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ ویلي، له افغانستان د ځواکونو د وتلو په اړه له سختې پرېکړې سره مخ دي، ځکه په خبره یې، دغه ځواکونه له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې په دې هېواد کې پراته دي.

هغه اندېښنه ښودلې، لا هم خطر شته چې د بریدونو پلانولو لپاره افغانستان د نړۍ‌والو ترهګرو په ځاله بدل شي.

بل خوا د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د دغو ځواکونو په وتلو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې دي، چې له افغانستان د ځواکونو بېړني وتل به د جګړې د دوام لامل شي.

ښاغلي عبدالله ویلي، له افغانستانه چې لا هم پکې جګړه روانه ده د امریکايي ځواکونو په وتلو کې بېړه شوې او ښايي د جګړې د دوام لامل شي.

د امریکايي پوځیانو وتل او د سولې مبهم برخلیک

په داسې حال کې له لسو ولایتونو د امریکايي پوځیانو د وتلو خبر ورکول کېږي چې لا هم افغان جګړه په شدت روانه ده او د سولې خبرې له مبهم برخلیک سره مخ دي.

دمګړۍ د هېواد په نژدې ټولو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي چې هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

 امریکايي ځواکونه په خپل لومړني اقدام کې له داسې ولایتونو وتلي چې هلته تر بل هر ولایت د جګړې ډګر تود دی، د بېلګې په ډول ارزګان، هلمند، کندوز او زابل هغه ولایتونه دي چې د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله پکې جګړې زور اخیستی او ځینې ولسوالۍ یې له سقوط سره مخ دي، په هلمند او ارزګان کې خو جګړه د ښار تر لمنو رسېدلې.

دا چې له یادو ولایتونو د امریکايي ځواکونو وتل او د سولې مبهم برخلیک به د جګړې د لا شدت سبب وګرځي او که د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کمښت؟ وخت به ځواب ووايي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance