The news is by your side.

د ۵۹ کلن سړي له پوزې څخه ۵۳ کاله وروسته فلزي روپۍ وویستل شوه

خبريال وېبپاڼه/ د يوه ۵۹ کلن روسي له پوزې څخه ۵۳ کاله وروسته ميده پيسې راووېستل شوې، دی شپږ کلن و چې په پوزه کې يې ميده روپۍ بنده شوه او تر نن ورځ همغسې پاتې شوه.

دا روسی وايی کوچنی وم شپژ کاله عمر یې درلود چې د پوزې په ښي سوري کې یې ميده روپۍ بنده شوه، د ډاره یې خپلې مور ته هم حال ونه وايه او وروسته هماغسې پاتې شوه او له ده څخه هم هېره شوه.

دا کس چې څه موده وړاندې يوه روغتون ته ولاړ او شکایت یې وکړ چې د پوزې د ښي طرف څخه یې ښه ساه نشي اخیستی، ډاکټرانو د ځينو معايناتو وموندل چې د ناروغ په پوزه کې يو غیرې نورمال څه موجود دي.

وروسته ډاکټرانو د يوه عمليات په ترڅ کې دده له پوړې څخه دا روپۍ راووېسته، دا روپۍ يوه کوپيک و چې په ۱۹۹۱ م کال کې له بازار څخه ټولې شوې وې، دا پيسې د شوروی د اتحاد د وخت پيسې وې چې په روسیه کې کاروبار اوس بند دی.

دده د پوزې څخه د پيسې د لرې کولو لپاره پوره اناستېزي عملي شوه، د جمعه په ورځ يې عمليات وشو او د يکشنبه په ورځ د روغتون د ډاکټرانو رخصت کړی شو، عمليات ترسره کوونکې ډاکټرې اېلېنا وويل چې نور دا کس کولی شي راحت نفس واخلي او وريې کړي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance