The news is by your side.

د وسلوالو مخالفینو بریدونو خلک اندېښمن کړي

خبریال وېب پاڼه/د هېواد د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د وسلوالو مخالفینو د وروستیو خونړیو بریدونو له امله سخت اندېښمن شوي دي.

په تېره اونۍ کې د ملګرو ملتونو له خوا په یو خپاره شوي بیان کې ویل شوي وو چې یوازې د روانې مارچ میاشتې په لړ کې شاوخوا شل کسه افغانان وژل شوي دي. په ورته وخت کې ولسي وګړي د طالب اورپکو د وروستیو بریدونو له امله سخت اندېښمن شوي دي.

د هېواد په شمالي زون کې پروت کندوز تېره ورځ هم د طالب وسلوالو د جګوې شاهد ؤ او دې چارې د کورونا ویروس په دې ترهېدلي حالت کې د ولسونو اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د سولې لپاره د حکومت، امریکا او طالبانو وروستیو هلو ځلو ته ډېری افغانان هیله مند برېښي. د کندوز ښاریان وایي چې له تېرو څو وروځو را هیسې طالبان د ښار ته نیږدې د پل سفید شاوخوا دولتي پوستو باندې بریدونه کوي او په سیمه کې یې د جګړې له امله د عامو خلکو اندېښنې را پارولې دي.

په ورته وخت کې طالب اورپکو د بدخشان په یمګان ولسوالۍ باندې هم غلچکي یرغل ور وړی او ادعا کوي چې دغه ولسوالي یې سقوط کړې ده. پرون ورځ د بدخشان سیمه ییزو چارواکو هم ومنله چې که دغه ولسوالۍ ته بېړنۍ مرسته و نه رسېږي، ښایي یاده شوې ولسوالۍ د طالبانو پر وړاندې سقوط وکړي.

د بدخشان د والي ویاند هم مني چې تېره شپه د دغه ولایت د جرم ولسوالۍ پر یو شمېر پوستو بریدونه وکړه چې له څو ساعته نښتې وروسته د امنیتي ځواکونو څلورو پوستو د طالب اورپکو پر وړاندې سقوط کړی دی. جرم ولسوالي د وسلوالو مخالفینو لپاره یوه مهمه سیمه ده چې ډېری سیمې یې د دوی تر ولکه لاندې دي. تېر کال افغان ځواکونو په خپلو بریدونو کې د دغه ولایت ډېری برخې له دوی څخه نیولې وې.

بل پلو د هېواد په جنوب لویدیځو او یو شمېر مرکزي ولایتونو کې هم طالب اورپکو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. دوې اونۍ وړاندې مرکزي حکومت پر طالبانو غږ وکړ چې د کورونا ویروس د مخنیوي په خاطر دې خپل تاوتریخوالی کم کړي څو دولت وکولی شي لرې پرتو سیمو ته چې د وسلوالو مخالفینو تر ولکه لاندې دي، روغتیایي مرستې ورسوي خو طالب اورپکو په دې هکله هېڅ کوم غبرګون و نه ښود او خپلو بریدونو ته یې په ټول هېواد کې دوام ورکړ.

د سیاسي چارو شنونکي وایي چې مرکزي حکومت که څه هم د هېواد امنیت ته د بشپړ چمتووالي ټټر وهي او د کورونا د مخنیوي لپاره یې تمرکز زیات کړی دی، خو طالب اورپکو له همدې فرصته په ګټې اخیستنې هڅه کوي چې د سولې په روانو مذاکراتو کې د اغېزمنتیا لپاره د هېواد پر ډېرو سیمو خپله ولکه زیاته کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance