The news is by your side.

دوه افغان ستوري کورونا ځپلو سره مرسته کوي

خبریال وېب پاڼه/د افغانستان د سپورټ برخې دوه وتلو ستورو په هېواد کې له کورونا ځپلو خلکو سره مرستې لپاره ټټر وواهه.

تېره ورځ راشد خان آرامان چې د کرېکټ په نړۍ کې ګوګلي ماسټر بلل کېږي او د نړۍ په کچه ملیونونه مینوال لري، پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې د کورونا پر وړاندې مبارزه کې به خپله برخه اداینه کوي او د بېوزلو لاسنیوی به کوي. نوموړي لیکلي وو چې:

((موږ له ټولو وګړو سره مرسته نه شو کولی خو له خامخا له یو شمېر انسانانو سره مرسته کولی شو. زه راشد خان به په دغو سختو حالاتو کې له خلکو سره مرستې کوم او دا زما مسؤلیت دی))

ښاغلی خان په داسې حال کې د کویډاـ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کې د خپلې مرستې ټټر وهي چې هخوا په هندوستان کې ګڼ شمېر لوبغاړو او د فلم ستورو له دولت سره په کروړونو مرستې وکړې تر څو وکولی شي له خپل ګڼ نفوسه ملت سره کورونا له امله په دې ترهېدلي چاپېریال کې مرسته وکړي.

له راشد خان سربېره د افغانستان د آزادو سیالیو یو بل اتل عبدالسمیع فیضي هم په خپله یوه لیکنه کې چې له خپل فېسبوک او ټویټر څخه یې خپره کړې ده، ویلي چې د خپل توان سره سم به د روانو سختو حالاتو کې د افغانانو لاسنیوی کوي. نوموړي ویلي چې له خپلو ملګرو، سیاسي سټو او نورو لویو تاجرانو څخه به پیسې را ټولوي او د ځان په ګډون به یې د د کورونا پر وړاندې مبارزې لپاره دولت ته سپاري.

ښاغلي راشد آرمان هم ویلي دي چې هڅه کوي له نورو لوبغاړو او سوداګرو سره اړیکه ونیسي او د دغې لویې بیولوژیکي او روغتیایي معضلې د قابو کولو لپاره ورڅخه مالي مرسته تر لاسه کړي.

که څه هم راشد خان او عبدالسمیع فیضي په ښکاره د خپلو مرستو مقدار نه دی ښودلی خو په ټولنیزو رسنیو کې ډېری هېوادوال د راشد لخوا د یو ملیون ډالري او د فیضي لخوا د یو نیم لک ډالري مرستې خبر لاس پر لاس کوي.

راشد خان چې په نړیوالو لوبو کې د لومړۍ درجه توپ اچوونکي ریکارډ له ځان سره لري، له نړیوالو لویو سربېره په ډېری لیګونو کې د لوبېدو ویاړ هم له ځان سره لري چې په ټولو لیګونو کې د پام وړ مالي امکانات ترلاسه کوي او د کرېکټ په کم عمره لوبغاړو کې د ملیادرانو له ډلې حسابېږي.

تر دې دمه نورو لوبغاړو او د هېواد په کچه لویو پانګوالو د مرستې غږ نه دی اوچت کړی خو تمه ده د نورو هېوادونو په څېر دلته هم تجارتي او د مالي امکاناتو لرونکې سټې له حکومت سره د کورونا پر وړاندې ګډې مبارزې ته را ودانګي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.