The news is by your side.

د هوښیارو او ذکي خلکو ۹ نښې نښانې

خبريال وېبپاڼه/ په نړۍ کې دوه ډوله انسانان موجود دي، غښتلي او ضعيف، غښتلي تل ژوندي پاتې شوي، سوکاله ژوند لري او تر بحرانونو په ډېر کم زيان سره وتلي دي، خو ضعيف کسان بيا د خپل ورځني ژوند له کيفيت هم بې برخې دي په کوچني بحران او پیښه کې ډېر زيات غمجن کېږي او پايله يې زيان وي.

۱-د پام جلب کولو هڅه نکوي
غښتلي خلک په ځان باور لري دوی د خپلو کړو وړو لپاره د نورو خلکو پام او آفرين ويلو دده د کار د سم ګڼلو ته اړتيا نلري، دوی خپل اصول لري چې يو کار یې د خپلو اوصولو مطابق وي کوي،‌د خپل ژوند کنترول یې د ځان سره وي د‌خلکو سره نه.
۲-دخل لري
غښتلي انسانان په مالي ډول تل يوه ذخیره او يو دخل لري، دوی هېڅکله ځان سل سلنه نه بې خرچه کوي، هیڅکله خپله ټوله بوديجه نه مصرف کوي، دوی تل يو دخل لري او په مالي ډول نورو ته هېڅکله لاس نه نيسي.
۳-نه ويل یې زده دي
غښتلي خلک د نورو خلکو لپاره تر خپلو پرېکړو نه تېرېږي که يو څوک خاندي يا ژاړي په هغه کار چې حق نه وي ، دوی ته پکې ضرر وي، نه ورته وايي، دوی د نه ويل زده دي او له همدې کبله بې ځايه بارونه هم په ځان نه باروي.
۴-خپل وعده ساتي
غښتلي خلک يا خپله وعده پوره کوي او يا هغه وعده نکوي چې پوره کولی یې نشي، ددوی خبره وزن لري او په ټولنه کې ورباندې باور کېږي.
۵-خپل ملګري پخپله ټاکي
دوی هر چاته اجازه نه ورکوي چې ددوی په ژوند کې داخل شي، خپل اصول لري، خپلې سرې کرښې لري او د همغه په اساس خپل دوستان ټاکي، له همدې کبله یې ډېری دوستان ښه کیفیت لري او سړی ورباندې حساب کولی شي.
۶-له بدلون څخه نه ډارېږي
ډېری خلک په اصل کې بدلون غواړي، دوی غواړي د موجود حالت څخه يو ښه حالت ته ورسېږي، د موجود حالت څخه راضي نه وي، خو کله چې د بدلون لپاره ورڅخه عملي قدم وغوښتل شي نو بيا یې پښې لړزېږي، خو غښتلي کسان بيا له بدلون نه ډارېږي، هر بدلون او نوی څيز د ځان سره ځينې داسې شيان لري چې معلوم نه وي او دا انسان ته یو څه اندېښنه وراچوي، خو دوی په دې بريالي کېږي او د نوي څيز د کشف او زده کړې حوس یې په ډار غالب کېږي.
۷-د وخت پابند وي
غښتلي خلک د وخت په قدر پوهېږي، دوی پوهېږي چې تللی وخت بېرته نه راګرځي، له همدې کبله وخت جدي نيسي، په کیفیت لرونکو او ګټورو کارونو يې مصرفوي.
۸-ذوق ځنډولی شي
دوی يانې غښتلي خلک د ذوق مطلق غلامان نه دي، دوی د يو څيز خوند په فوري ډول نه غواړي بلکې ورته په تمه کېږي او په مناسب وخت کې يې حلال څکي.
۹-مجادله کوي
غښتلي خلک د یو شي څخه ژر نه په شا کېږي، دوی د مجادلې او مبارزې قوي روح لري، د يو څيز څخه په آسانه نه په شاه کېږي، په خپل وس حوصله کوي او مبارزه کوي ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance