The news is by your side.

قطر کې مذاکرت؛ افغان لوری وايي، لومړنۍ غوښتنه مو اوربند دی

خبریال وېبپاڼه/ قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي وايي، نن په قطر کې مشترکه کاري ډله دوهمه ناسته ترسره کوي.

دغه ناسته هم د اجنډا د موادو د ترتیب لپاره ترسره کېږي.

تېره ورځ تر غرمې وروسته دواړو لوریو پر هغو مسایلو خبرې کړې دي، چې له مخې یې اجنډا ترتیبېږي.

په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرتو پر کړنلاره بحث له دوو میاشتو زیات وخت واخیست، معلومه نه ده چې د مذاکراتو پر اجنډا پيلېدونکی بحث به څومره وخت واخلي.

افغان لوری وايي، چې په دې برخه کې یې لومړنۍ غوښتنه اوربند دی؛ خو طالبان د پخوا په څېر ټینګار کوي چې تر هغو د دوی اساسي غوښتنې نه وي منل شوې، اوربند به ونه کړي.

طالبان له تور لېست څخه د خپلو مشرانو لیري کول او د پاتې کسانو خوشې کول د اوربند شرطونه بولي، خو دا مني چې اوربند به د مذاکراتو یوه برخه وي.

تر دې مخکې د امریکا په شمول بېلابېلو هېوادونو د طالبانو او افغاني لوري ترمنځ د مذاکراتو پر طرزالعمل د شوې هوکړې وروسته له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې ژر تر ژره دایمي اوربند وکړي.

 دوی په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال د تاوتریخوالي لوړه کچه اندېښمنونکې بولي او له دواړه لوریو غوښتنه کوي چې د تاوتریخوالي کمښت ته لومړیتوب ورکړي او په خپلو ګډو هڅو افغانستان یوې تلپاتې سولې ته ورسوي.

هېواد کې څه روان دي؟

سره له دې چې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترو پر کړنلاره هوکړه وشوه، په هېواد کې د جګړې ډګر هماغسې تود دی او هره ورځ لسګونه بې ګناه انسانان وژل کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.