وځی، نه وځي؛ ګانګرېس نه غواړي چې امریکايان له افغانستانه ووځي
خبریال وېبپاڼه/ د امریکا کانګریس د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په قانون کې دا وراضافه کړي دي، چې له مشورو او د څو ادارو له تایید پرته له افغانستانه د سرتېرو ایستل امکان نه لري.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د کانګریس غړي غواړي دغه قانون تصویب کړي او تر هغه وروسته به د امریکا ددفاع وزارت د سرتېرو د ایستلو لپاره د څو اداراتو څېړنو، راپور او تایید ته اړتیا ولري.
د کانګریس غړو ویلي که یاد ادارات له پنټاګون سره د سرتېرو ایستل تایید نه کړي، نو کانګریس به یې هم د ایستلو لپاره لګېدونکي بودیجه نه تصویبوي.
دوی وایي په افغانستان کې د امریکا حضور د امریکا او ملګرو د ملي امنیت لپاره خورا مهم دی او په دې برخه کې بېړه د منلو نه ده.
ګانګرېس هڅه کوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مخنیوی وکړي.
څومره امریکايي پوځیان وځي؟
دوه اوونۍ مخکې د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان اعلان وکړ، چې افغانستان او عراق کې د خپلو ځواکو شمېر تر ۲۵۰۰ ټیټوي.
د دې اعلان له مخې افغانستان کې امریکايي پوځیان له ۴۵۰۰ تر ۲۵۰۰ کمېږي او عراق کې هم د ۵۰۰ امریکايي پوځیانو کمېدو سره دغه هېواد کې د دې پوځ شمېر ۲۵۰۰ ته ټیټېږي.
تر اوسه څومره وتلي دي؟
په قطر کې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس امریکايي ځواکونه تر اوسه د هېواد په لسو ولایتونو کې له خپلو اډو وتلي دي.
د سټارانډ سترایبس امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکايي پوځیان د اروزګان له ترینکوټ، د لغمان له کمبیري، د پکتیا له لایټیننګ، د هلمند له بُست، د کندوز له جونز، د ننګرهار له ډي الینکر، د بلخ له شاهین، د کابل له بیشاپ، د میمنې له فاریاب او د زابل له کلات اډو وتلي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.