The news is by your side.

“اداره امور کې یې په پښتو لیکلې عرېضه راڅيرې کړه”

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ له پښتو ژبې سره توپیر چلند کول او په دولتي ادارو کې د دواړو رسمي ژبو (پښتو، دري) انډول نه ساتل څه نوې خبره نه ده، له ډېره وخته پښتانه له دې ستونزو سره مخ دي، چې تر ټولو زیاتې ستونزې په پلازمینه کابل کې پېښېږي.

دې چارې نه یوازې دولتي ادارو کې د پښتنو چارې له ځنډ او خنډ سره مخ کړې دي، بلکې دې ناوړه عمل د پښتنو او دري ژبو ترمنځ د تعصب ناوړه پدیده لا پیاوړې کړې ده، چې له امله یې پښتانه او دري ژبې له وخته په عادي مسایلو یو بل ته غاښونه چیچي.

د پښتنو او دري ژبو ترمنځ د ژبني تعصب پر سر اختلافات او یو بل ته غاښ چیچل به یو ډول توجیه کړې، دا دلیل به نیسي، چې ورځه د ګاونډیو هېوادونو مداخلې دي او په یو ډول زمو ترمنځ تفرقه پیدا کوي او ملي یووالی یې راباندې پېرزو نه دی؛ خو د هغو پښتنو ناوړه عمل ته به څنګه پرتوګه وګنډې، چې په دولتي ادارو کې ناست دي او له خپلو پښتنو سره د ژبې پر سر توپیري چلند کوي، په پښتو شرمېږي، لیکل نه په کوي، په پښتو لیکلې عرېضه مکتوب، وړاندیز او نور رسمي اسنادي نه مني.

د پکتیا د مرکز ګردېز اوسېدونکي محمود (مستعار نوم) خبریال وېبپاڼې ته له ده سره د ژبې پر سر د توپیري چلند په اړه کیسه کړې ده، چې یوه برخه یې کټ مټ رااخلو:

(( د چارو ادارې (اداره امور) د شتمنیو د ثبت او څېړلو ریاست په اجراییه مدیریت کې مې کار بند و تقریباً دوې اوونۍ یې د دې لپاره معطل کړی وم، چې د دې ریاست رییس په سفر کې دی او د هغه له امضا پرته کار نه شي کېدای. زه بېرته پکتیا ته ولاړم. یوه اوونۍ وروسته مې زنګ ورته وواهه چې زما کار څنګه شو، ویل رییس نشته، که ډېر عاجل وي، راشه پلانی رییس، چې پښتون و، به یې درته لاسلیک کړي. د کوم رییس نوم چې یې راته واخیست هغه ما پېژانده، په فیسبوک کې هم راسره ملګری و، چې ظاهراً ډېر پاکه نفسه او رښتینی انسان مالومېده. د شنبې په ورځ سهار وختي ورغلم، یوولس بجې کېدې، چې اداره امور د شتمنیو د ثبت او څېړلو ادارې ته ورسېدم. اسناد مې ترې راواخیسته او هماغه بل رییس ته ورغلم. نیم ساعت یې سکرتریت کې انتظار کېنولی وم، اخر سکرتر اسناد رانه واخیستل او دننه شو، څو شېبې وروسته راووت او اسناد یې څیرلي راوغورځول، ما غال مغال شروع کړ، چې په دې اسنادو خو ما یوه میاشت کار کړی و، دا مو ولې څیرلي دي؟ سکرتر په ډېر عجز راته وویل، چې شور ماشور مه جوړوه، رییس صاحب سره نور مېلمانه دي. ما ویل ستونزه څه ده؟ زړه نازړه یې راته وویل: (( د رییس صاحب کمپیوټر کې د دې اسنادو پښتو بڼه نشته، هلته ټول اسناد په دري ژبه دي، کنه رییس صاحب خپله پښتون دی، خو ژوند یې کابل کې کړی، له پښتو سره نابلد ایسي، اوس لاړ شه اسناد دري ژبې ته واړوه او بېرته راشه د یوې دقیقې کار نه دی.))

خپلې بې وسي او له پښتو ژبې سره دومره سطي چلند سخت خپه کړم، څیرلي اسناد مې راواخیستل او بېرته د کور په لوري روان شوم، تر اوسه مې کارونه پاتې دي، د یوې دقیقې په کار یې یوه میاشت راباندې تېره کړه، هغه هم یوازې د ژبې پر سر.))

یوازې د محمود کیسه نه ده، زرګونه پښتانه له دې ډول ستونزو سره مخ دي او اکثره دا ستونزې خپله د پښتنو دولتي چارواکو لخوا ورته جوړېږي.

که چیرې د غني دربار د پښتو او دري ژبو ترمنځ د تعصب له منځه وړلو او د دواړو ژبو ترمنځ توازن ساتلو ته پاملرنه ونه کړي، پښتانه مجبور دي چې پراخ مدني، فرهنګي حرکتونه پیل کړي، ځکه غني او درباریان یې د پښتو ژبې څرګند سپکاوی کوي، د هغې په وړاندې یو څرګند تبعيضي چلند پرمخ بیايي، د دې ژبې ویونکو ته سپکاوی کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.