ټرمپ ته د ورېرې ګواښ زندان ته به ځې

خبریال ویبپاڼه/ رسنیو د ټرمپ د ورېرې مرې ټرمپ هغه څرګندونې را اخیستې چې له سپینې ماڼۍ وتلو وروسته به ټرمپ چیري ځې هغې ویلي چې اکا به یې سیده زندان ته ځي

مرې خپل اکا جنایتکار او خاین بللی او له واکه وروسته يې هغه ته زندان خوښ کړی مرې چې په امریکا کې ارواپوهه لیکواله او د ټرمپ د سیاستونو سخته مخالفه ده په دې اند چې د ټرمپ له زنداني کیدلو ماسیوا بل هیڅ دلیل شتون نلري

هغې د ټرمپ کړنو ته په اشارې ویلي چې نوموړی له واک څخه ناوړه استفاده کوي ځکه اوس هم میلیونونه ډالر مالیه ورباندې پاتي ده چې دولت ته يې نه ده ورکړې

دې اکا تورن کړی چې تاوتریخوالي ته یې  لمن وهلې او قانون يې مات کړی

ټرمپ د امریکا له هغه لس ولسمشرانو څخه دی چې د واک د لومړۍ دورې تر بشپړیدلو وروسته یې په ټاکنو کې ماتې خوړلې ټرمپ د ټاکنو د کمپاین پر وخت خورا باوري  وو، چې ټاکنې به ګټي خو پایلو ته په کتلو سره نوموړي تر خپل سیال لږ رايې وړې دي.

د ټرمپ منتقدین وايي چې د نوموړي د واک پر مهال امریکا له مالي پلوه له زیاتو ستونزو سره مخ سوه او دولت نه دی توانیدلی چې د ستونزو په وړاندې بریالي ګامونه کښېږدي.

کله چې ټرمپ له واکه لیري کیږي نو د امریکا په کور دننه ستونزو سره سره ورته له ستونزو او کړاونو ډک افغانستان پریږدي ځکه امریکا په افغانستان کې د سولې او ترهګرو د له منځه وړلو لپاره اتلس کاله جګړه وکړه خو تراوسه يې نتیجه په نشت حساب ده خو  کله چې ټرمپ واک ته ورسیده دا ستونزې يې نورې هم زیاتي کړې هغه بې وخته امریکايي ځواکونه ایستلي، چې د ځینو امریکايي سیاستوالو په خبره له دې امله ښايي د امریکا ګټې له خطر سره مخ سي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More