The news is by your side.

خلیلزاد د مصالحې عالي شورا واک لا ویشلی سي

خبریال ویبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د عبدلله عبدالله په مشري د ملي مصالحې شورا ته د مشروعیت ورکولو او د سولې په خبره د واک په هکله یې پوښتنې موجودي دي ځکه داسې راپورونه هم  خپاره سوي چې د ارګ او دې شورا ته ترمنځ د ځینو موادردو په هکله مخالفتونه هم رامنځ ته سوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد په خپل یو ټویټ کې ویلي چې د افغانستان د روغې جوړي شورا د سولې پروسه کې د سیاسي حل لارې نقشې، د واک ویش، اوربند او د جګړې پای ته رسولو برخو کې باصلاحیته ارګان دی.

هغه د دې شورا د لومړۍ غونډې جوړولو هرکلی کړی او دا  یې یو پرمختګ بللی، هغه ویلي د مختلفو سیاسي ډلو څخه جوړه سوې دا شورا به د افغان دولت یو باصلاحیته ارګان وي

تیره ورځ په ارګ کې  د ملي مصالحې شورا لومړۍ  غونډه د غني په شتون کې ترسره کړه چې د سولې اړوند پکښي بحثونه ترسره سول

د بین لافغاني خبرو د پیل لپاره قطر کې د افغان دولت او طالب ډلو ترمنځ کړنلاره جوړه سوې چې د اجنډا تر جوړولو وروسته به د سولې  دوه طرفه خبرې پیل سي تراوسه پوري د کره پرمختګ خبره نسته ځکه چې افغانستان کې لاهم هغه سې جګړه روانه ده

د ۲۰۲۱ جنوري میاشت کې د ټرمپ دوره ختمیدونکي ده او د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن به واک ته رسیږي تراوسه لا مالومه نه ده چې بایډن به د افغانستان د سولې روانه پروسه څنګه و ارزوي خو کله چې بایډن بریالی سو طالبانو له هغه څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې پروسې سره دي مرسته وکړي

امریکا خپل زیات پوځیان له افغانستانه ایستلي خو تراوسه پوري د دوی دا وتل د ګانګرس په ګډون له یو شمېر مخالفتونو سره مخ سوي هغوی په اوسنیو حالاتو کې له افغانستانه وتل مناسب نه بولي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.