The news is by your side.

تازه؛ طالبانو د اوربند لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي

خبریال وېبباڼه/ په دوحه کې د طالبانو او افغان لوري ترمنځ د بین الافغاني خبرو پر اجنډا تر موافقې وروسته طالب ډلې د اوربند لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي دي.

طالبانو له امریکا څخه له تور لېست د خپلو مشرانو د ایستلو او پاتې زندانیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده او د دې شرطونو له پوره کېدو وروسته ښایي اوربند ته غاړه کېږدي.

په همدې تړاو د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر او دغه راز د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر مولوي عبدالحکیم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

دواړو لورو په دوحه کې سره کتلي او د سولې پر وروستیو پرمختګونو یې خبرې کړې دي.

 په دې کتنه کې طالب لوري ټينګار کړی چې ددوی پاتې بندیان باید خوشي کړل شي او دغه راز دې له تور لېست هم ددوی د مشرانو نومونه و ایستل شي. په کتنه کې همدا راز د سولې وروستيو پرمختګونو، دوحې د هوکړې او بین الافغاني مذاکراتو پر اجنډا هم خبرې شوې دي.

زلمي خلیلزاد تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

طالبان داسې مهال د پاتې بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کوي چې افغان حکومت تر هر څه وړاندې د اوربند غوښتونکی دی او تر هغه وروسته د نوروو  مسایلو پر سر بحث ته تیاری ښيي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د پاتې طالب بندیانو ازادول او له تور لېسته د طالب مشرانو ایستل د اوربند لپاره د دوی اساسي غوښتنې دي.

تر دې مخکې د امریکا په شمول بېلابېلو هېوادونو د طالبانو او افغاني لوري ترمنځ د مذاکراتو پر طرزالعمل د شوې هوکړې وروسته له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې ژر تر ژره دایمي اوربند وکړي.

 دوی په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال د تاوتریخوالي لوړه کچه اندېښمنونکې بولي او له دواړه لوریو غوښتنه کوي چې د تاوتریخوالي کمښت ته لومړیتوب ورکړي او په خپلو ګډو هڅو افغانستان یوې تلپاتې سولې ته ورسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.