د انسان تښتونې زیاتېدو پر وړاندې د مزاریانو غبرګون
خبریال وېب پاڼه/ بلخ ولایت کې د جنایي او په ځانګړې توګه د انسانې تښتونې پېښو په زیاتېدو سره د دې ولایت اوسیدونکو لاریون کړی وو.
د عبدالرؤوف په نوم یو زده کړیال چې له ٣٥ ورځو را هیسې ورک دی او تښتول شوی دی، د بلخ د مرکز مزار سریف اوسېدونکو د دې پېښې پر وړاندې له شپږو ورځو را هیسې د بلخ ولایت مقام څنګ ته پرلت وهلی.
نن یې په دې پرلت کې د بلخ زده کړیالان هم یو ځای شوي وو او د حکومت څخه یې د عبدالرؤوف د را خوشې کولو لپاره د جدي اقدام غوښتنه وکړه.
زده کړیالان وایي، عبدالرؤوف یو هڅاند او با استعداده زده کړیال وو او د نوموړي د تښتونې پېښې پر دوی هم اغېز کړی دی.
په بلخ ولایت کې هم مهاله د ځوانانو د تښتونې پېښې زیاتې شوي.
د بلخ اوسېدونکي پولیس د خلکو د امنیت په ساتلو کې پاتې بولي او وایي د بلخ امنیتي چارواکو چې له غیر مسؤولو وسله والو څخه د وسلو د ټولو لړۍ پیلولو خبره کړې وه، تر اوسه یې پرې عمل نه دی کړی.
دوی وایي که انسان تښتوونکي ونه پېژندل شي او ژر تر ژره ونه نیول شي دوی به په لویو لاریونونو لاس پورې کړي.
بلخ کې داسې مهال زده کړیالان د یړ بل زده کړیال د تښتونې پر غم را ټول شوي وو، چې دا مهال د هېواد ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه تړل شوي، چې په ظاهر کې یې لامل د کررونا ویروس د زیاتېدو لامل ښودل شوی خو دولتي او خصوصي ښوونځي نه دي تړل شوي، په کابل پوهنتون له برید وروسته د هېواد زیاتو پوهنتونونو او زده کړیالانو ته امنیتي ګواښونه ول، چې تر ډېره د پوهنتونونو د تړل لامل هم همدا ښودل کیږي.
دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې د انسانې تښتونې، هدفي وژنو، غلاوو او جنایي پېښو ګراف له حد ډېر لوړ شوی.
کابل کې هره ورځ له خلکو مبایلونه، پیسې او قیمتي توکي د غلو له لوري تښتول کیږي، ان د غلو له لوري ډېر ځوانان هم د پیسو او مبایلونو په سر وژل شوي.
حکومت د غلو او جنایت کارانو د ډلې د نیولو لپاره له خپلو هڅو او اقداماتو یادوونه کوي، خو په دې برخه کې خلک د حکومت له کړنو راضي نه دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.